ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د بادغیس په لوړو زده‌کړو موسسو کې د نوو محصلینو شمېر ۵۰ سلنه کم شوی»

8 Apr 2023 - 15:03
8 Apr 2023 - 15:03

قلعه‌نو (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۲): په بادغیس کې ځیني خصوصي د لوړو زده‌کړو موسسې په روان کال کې د خپلو نوو محصلینو په شمېر کې له ۵۰ سلنې کمېدو خبر ورکوي او وايي، د دغه وضعیت دوام به دوی له سقوط سره مخ کړي.

په قلعه‌نو ښار کې د «حنظله لوړو زده‌کړو موسسې» رییس سیدمحمود فهیم انتظار پژواک خبري اژانس ته وویل: «د تېرو کلونو په پرتله د خصوصي پوهنتونونو محصلینو په شمېر کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.»

هغه وايي، سږ کال شاوخوا سل نوي جذب شوي محصلین لري، په داسې حال کې چې تېر کال یې له ۲۰۰ ډېر محصلین جذب کړي وو.

د نوموړي په وینا، تېر کال یې د ۲۰۰ هلکانو ترڅنګ ۶۰ محصلینې هم جذب کړې وې، خو سږ کال د سرپرست حکومت له لوري د لګېدلو محدوديتونو له امله یوه نجلۍ هم نه ده جذب شوې او د تېرو کلونو محصلینې هم انتظار کوي.

دغه‌راز، په بادغیس کې د حکمت لوړو زده‌کړو موسسې مالي او اداري مسوول شرف‌الدین مجیدي هم د محصلینو په شمېر کې د ۵۰ سلنې کمېدو له امله اندېښمن دی.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس‌مهال د دې موسسې ډېری ټولګي تش پاتې دي.

مجیدي وايي، سږ کال دوی یوازې ۱۳۲ هلکان جذب کړي چې تېر کال یې شمېر ۲۸۰ کسانو ته رسېده.

د سرچینې په وینا، تېر کال یې ۵۰ محصلینې هم لرلې چې سږ کال یې شمېر صفر ته رسطدلی دی.

نوموړي یادونه وکړه چې د خصوصي پوهنتونونو فعالیت د نوو شاملېدونکو محصلینو ورتګ او نوم‌لیکنې پورې تړلی او له دې لارې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

سرچینه زیاتوي، خصوصي پوهنتونونو ته د ځوانانو له کمې مراجعې سره ښايي دغه پوهنتونونه له سقوط سره مخ شي.

له دې سره، د چارو پوه نثاراحمد اکبري په دې باور دی چې پوهنتونونو کې د جذب کچې کمښت به پر حکومتولي، اقتصاد او سیاست بد اغېز ولري.

سرچینه زیاتوي، څومره چې تحصیلي برخه کې د ځوانانو شمېر کم وي، نو هومره د سواد کچه ټيټېږي.

هغه د دغه وضعیت دوام زیان اړونکی بولي او په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

اکبري زیاتوي: «طبیعتا کله چې تحصیل کړي کسان مو کم وي، په هماغه اندازه په سیاست، اقتصاد او حکومتولۍ کې له ستونزو سره مخ کېږو.»

خو بلخو بیا، د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مطیع‌الله متقي وایي، دولت ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړې دي.

د متقي په وینا، اوس‌مهال ډېر بستونه تش دي او ازادې سیالۍ ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «اوس‌مهال ډېر بستونه مو خالي دي او حتا ځیني بستونه څو ځله اعلانېږي، یعني دا چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره ده.»

د رسمي سرچينو د معلوماتو پر اساس، په بادغیس ولایت کې په دوو خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو او یوه دولتي لوړو زده‌کړو موسسه کې ۱۸۰۰ نارینه پر زده‌کړو بوخت دي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version