ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار ځیني خیاطان د کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري

د کابل ښار ځیني خیاطان د کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري

author avatar
9 Apr 2023 - 15:32
د کابل ښار ځیني خیاطان د کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت لري
author avatar
9 Apr 2023 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې هر کال د اختر په را رسېدو سره د خیاطانو کاروبار ښه کېږي، خو ځیني خیاطان وايي چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله یې د فرمایشاتو شمېر کم شوی دی.

مسلمانان په کال کې دوه (کوچنی او لوی) اخترونه لري؛ افغانان د دغو دوو اخترونو لمانځلو لپاره د بېلابېلو خوړو تیارولو ترڅنګ، نوي کالي اغوندي او د اختر په ورځو کې د یو بل کورونو ته ورځي.

هېوادوال په ځانګړې توګه نارینه هر کال ان له روژې مخکې رخت (ټوکر) پېري او د ګنډولو لپاره یې خیاطانو ته وروړي، ځیني وختونه د روژې میاشتې په نیمایي کې خیاطان نور فرمایشونه نه اخلي.

نن د روژې مبارکې میاشتې اتلسمه ده، خو یو شمېر خیاطان وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې مشتریان کم شوي دي.

د کابل ښار په درېیم مکروريانو کې د «طاهر چکري رخت پلورنځي او خياطي» مالک عبدالطاهر فرزان پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېر کال په پرتله سږ کال د دوى په فرمایشاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړی وايي، تېر کال یې تر دې دمه له ۱۰۰ جوړو ډېر فرمایشات درلودل، خو په دې روژه کې تر اوسه چې اتلسمه یې ده، له ۲۰ جوړو څخه کم فرمایش لري.

د هغه په وینا، د جامو ګنډولو په بیه کې توپیر نه دی راغلی؛ ځکه چې پخوا به يې د نارينه‌وو له يوې جوړې جامې ګنډلو ۴۰۰ افغانۍ اخیستې او اوس هم همدومره اجوره اخلي.

هغه وویل، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د اقتصادي ستونزو زیاتېدو له امله د دوی په پلور کې هم ډېر توپیر راغلی دی.

نوموړی وايي، پخوا یې څلور شاګردان له جلال‌اباد ښاره درلودل، خو اوس هیڅ شاګرد نه لري.

د کابل په بهارستان سیمه کې یو بل خیاط اسدالله یو له هغو کسانو دی چې ډېر پېرېدونکي لري، خو هغه هم د کاروبار له پيکه کېدو شکایت کوي.

هغه په داسې حال کې چې د خپلو د تېر او روان کال د فرمایشونو د شمېرو په اړه معلومات ورنکړل زیاته یې کړه: «کوم کاروبار چې مو پخوا درلود، اوس یې نه لرو، شاوخوا له اویا تر پنځه شپیته سلنه کار مو کېږي.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یي، د جامو ګنډلو په بیو کې توپیر نه دی راغلی زیاته یې کړه، پخوا یې له یوې جوړې نارینه کالیو څخه ۴۰۰ افغانۍ اخیستې، اوس هم په هماغه اندازه پیسې اخلي، خو هغه جامې چې ډیزایني او یا خامکي وي، ډېرې پیسې ترې اخلي.

په ورته وخت کې، د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې د «زم زم خیاطي» مالک عبدالغفور حمزه‌خېل پژواک ته وویل، د ښځینه خیاطۍ په کاروبار هم کې د تېرو کلونو په پرتله ډېر بدلونونه راغلي دي.

نوموړی وایي، د تېرو کلونو په روژې میاشتو کې یې د ورځې ۲۰ جوړې کالي ګنډل، خو اوس د پېرېدونکو له خوا د فرمایشونو د کمښت له امله د ورځې تر شپږ جوړو پورې ګنډي.

د سرچینې په خبره، د کاروبار د کمښت له امله، د شاګردانو شمېر یې هم له ۵ کسانو څخه دوو ته کم شوی دی.

هغه وایي، په تېرو کلونو کې یې د روژې له ۱۵مې وروسته د جامو ګنډلو فرمایش نه اخیسته، خو سږ کال کولای شي چې د اختر تر شپې هم فرمایش ومني.

هېوادوال بېلابېل نظرونه لري.

د کابل ښار په بهارستان سیمه کې د عبدالحبیب په نامه یو کس چې یوې خیاطۍ ته راغلی وايي: «د اختر د رارسېدو لپاره د کالیو ګنډلو په موخه د بهارستان خیاطیو ته راغلی یم، څو د اختر لپاره یو جوړه کالي وګنډم.»

هغه له نوو جامو ګنډلو سره لېوالتیا لري او وايي، له ۱۵ کلونو راهیسې دې خیاطۍ ته ورځي او پرې جامې ګنډي.

خو د خیرخانې اوسېدونکې زحل پژواک ته وویل: «د رخت له بیې د خیاط اجوره ډېرېږي، په همدې خاطر زه تیار کالي اخلم، بې جنجاله او تیار.»

د هغې په وینا، خیاطان د یوې ساده ښځینه چپنې له ګنډلو څخه ۷۰۰ افغانۍ اخلي، په داسې حال کې چې په بازار کې د تیارو چپنو ډولونه په بېلابېلو بیو پیدا کېږي.

د کابل د بي‌بي مهرو سیمې اوسېدونکی محمدصادق وایي چې هر کال یې ځان او اولادونه ته رخت اخیسته او کور ته نږدې خیاط ته یې وروړ، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی.

Views: 97

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.