ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 سرچینه: د بشري مرستو نااعلان شوې ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده

 سرچینه: د بشري مرستو نااعلان شوې ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده

author avatar
12 Apr 2023 - 11:56
 سرچینه: د بشري مرستو نااعلان شوې ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده
author avatar
12 Apr 2023 - 11:56

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۲): له یوې میاشتې راهیسې کابل ته د بشري مرستو رارسېدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د افغانستان بانک یوه سرچینه وایي چې وړمه ورځ د مرستو څلوېښت میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده.

وړم کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پر نوي سرپرست حکومت بندیزونه ولګول او د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني یې کنګل کړه؛ دغه کار په افغانستان کې د سختو اقتصادي ستونزو لامل شو، خو له څه مودې ځنډ وروسته نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره بشري مرستې پیل کړې.

د افغانستان بانک وړم کال د لېندۍ په لسمه اعلان وکړ چې ۱۶میلیون امریکایي ډالر بشري مرسته کابل ته راورسېده او یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوه. وروسته دغې لړۍ دوام پیدا کړ او په تېرو شاوخوا ۱۶ میاشتو کې له افغانستان سره د دغو مرستو ټولیزه کچه نږدې دوه میلیارد (۱۹۹۰.۴ میلیون ډالرو) ته ورسېده.

د راپورونو له مخې، دغه کڅوړې کله هره اونۍ، کله په اونۍ کې دوه ځلې او کله په دوو اونیو کې یو ځل هېواد ته راوړل کېدې، خو یو ځل ۲۷ ورځې، یو ځل ۲۶ ورځې، دوه ځلې ۲۵ ورځې، یو ځل ۲۳ ورځې او یو ځل هم شل ورځې ځنډېدلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مخکې ویلي چې دغه نغدي مرستې د یاد سازمان تر ملاتړ لاندې بنسټونو د کارونې لپاره افغانستان ته راوړل کېږي.

د افغانستان بانک د وروستي ځل لپاره د ۱۴۰۱ کال د کب په ۲۳مه وویل چې د یادو بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده.

د افغانستان بانک تر دې وروسته په داسې حال کې د مرستو د بلې کڅوړې رارسېدو خبر نه دی ورکړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) تېره اونۍ وروسته له هغه په افغانستان کې خپلو کارکونکو ته وویل چې تر بل امر پورې دې خپلو دندو ته نه ځي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه.

خو د افغانستان بانک یوې باوري سرچینې چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، نن (د وري ۲۳مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه د وري په ۲۱مه کابل ته رارسېدلې او یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې ده. له دې مرستې سره له افغانستان سره د دغو مرستو کچه دوه میلیارد او دېرش عشاریه څلور میلیون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې به کله د نغدي مرستو کڅوړه راورسېده، د افغانستان بانک به یې په اړه خبرپاڼه خپروله، خو د وري په ۲۱مه کابل ته د رارسېدلې کڅوړې خبر یې نه دی خپور کړی.

د دغه بانک یادې سرچینې په دې اړه چې ولې یې خبر نه دی خپور شوی، څه ونه یل.

پژواک د مرستو د وروستۍ کڅوړې د رارسېدو په اړه د یوناما له مطبوعاتي دفتر سره اړیکه ونیوله، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې افغان ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي، نو اړو خلکو ته به د مرستو رسولو چارې کمزورې شي.

اروپايي ټولنې د روانې وري میاشتې په ۱۹مه ویلي و، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په بنسټونو کې د ښځو د کار ممنوعیت د «نړۍوالو قوانینو نقض» دی او که‌چېرې مرستې په غیرتبعضي ډول او د جنسیت له په پام کې نیولو پرته وړاندې نه شي، اروپایي ټولنه به له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په تړاو بیاکتنه وکړي.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) – چې د روان زېږدیز کال لپاره یې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۴.۶ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې پنځه سلنه ترلاسه کړې – تېره ورځ له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په «دې حساسو شېبو کې» دې د افغانستان خلک یوازې نه پرېږدي.

Visits: 203

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.