[restrict paid=”true”]
تالقان (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د تخار ولایتي روغتون مسوولین وايي، ناپېژنده وسله والو د دغه روغتون د نسایي ولادي څانګې یوه ډاکټره وژلې ده.
د ولايتي روغتون امر ډاکټر حياتالله امامي د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل: «ذاکره رحماني د دغه روغتون د نسایي ولادي څانګې ډاکټره وه چې تېره ورځ د شخصي کار لپاره کندوز ته تللې وه او پرون ماښام له یاد ولایته د بېرته راستنېدو پر مهال د تالقان ښار په چشمهشېر سیمه کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په نښه شوې او وژل شوې ده.»
هغه زیاته کړه، تر اوسه د پېښې لامل او څرنګوالی نه دي معلوم.
له بلې خوا، د تخار د والي ویاند محمدعارف عارف وايي چې د دې پېښې په اړه معلومات نه لري.
هغه له پژواک سره په ټيلېفوني اړیکه کې وویل: «په دې اړه له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي.»
[/restrict]
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن