Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناپېژانده وسله‌والو د تخار ولایتي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده

[restrict paid=”true”]

تالقان (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د تخار ولایتي روغتون مسوولین وايي، ناپېژنده وسله والو د دغه روغتون د نسایي ولادي څانګې یوه ډاکټره وژلې ده.

د ولايتي روغتون امر ډاکټر حيات‌الله امامي د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل: «ذاکره رحماني د دغه روغتون د نسایي ولادي څانګې ډاکټره وه چې تېره ورځ د شخصي کار لپاره کندوز ته تللې وه او پرون ماښام له یاد ولایته د بېرته راستنېدو پر مهال د تالقان ښار په چشمه‌شېر سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا په نښه شوې او وژل شوې ده.»

هغه زیاته کړه، تر اوسه د پېښې لامل  او څرنګوالی نه دي معلوم.

له بلې خوا، د تخار د والي ویاند محمدعارف عارف وايي چې د دې پېښې په اړه معلومات نه لري.

هغه له پژواک سره په ټيلېفوني اړیکه کې وویل: «په دې اړه له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي.»

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.