ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې وچکالۍ او بې‌وزلۍ مالداران په ټيټه بیه د څارویو پلورلو ته اړ کړي دي

غور کې وچکالۍ او بې‌وزلۍ مالداران په ټيټه بیه د څارویو پلورلو ته اړ کړي دي

author avatar
22 Apr 2023 - 13:14
غور کې وچکالۍ او بې‌وزلۍ مالداران په ټيټه بیه د څارویو پلورلو ته اړ کړي دي
author avatar
22 Apr 2023 - 13:14

فېروزکوه (پژواک، ۲ غويي ۱۴۰۲): په غور ولایت کې یو شمېر مالداران وايي، د وچکالۍ او بې‌وزلۍ له امله مجبور دي چې خپل څاروي په ټيټه بیه وپلوري.

د غور د الله‌یار ولسوالۍ یوه مالدار او بزګر فیض‌محمد -چې له لسو زیات څاروي یې د فېروزکوه ښار ګنج ته د پلور لپاره راوستلي- پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا دوه کاله غنم کرم خو د وچکالۍ له امله حاصل نه ورکوي.»

هغه له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي، په ولسوالۍ کې یې خیریه او بشري مرستې هم نه دي ترسره شوې او اړ شوی چې د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره خپل څاروي وپلوري.

نوموړي زیاته کړه چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د څرځایونو نشتوالي، بېوزلۍ او ناچارۍ له امله د څارویو بیې ټيټې شوې دي.

هغه وویل: «زموږ د پسونو بیې کال په کال ټیټیږي، مخکې به مو یو پسه له ۸ تر ۱۰ زره افغانیو پلوره، سږ کال یې په ۵ تر ۶ زره افغانۍ پلورو، که یې ونه پلورو نو د کورنۍ لګښتونه له کوم ځایه پیدا کړو.»

نوموړی له حکومته غواړي چې له دوی سره دې بشري مرستې وشي.

دا یوازې فیض‌محمد نه دی چې د پسونو د بیې له ټیټوالي شکایت کوي، بلکې په غور کې یو بل مالدار امیرجان هم ورته شکایت لري.

امیرجان چې ۱۵ پسونه او غواګانې یې د فېروزکوه ښار ګنج (د څاریو بازار) ته راوستلي، هم له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

هغه زیاته کړه: «د اقتصادي ستونزو له امله اړ یم ‎دغه پسونه او غواګانې وپلورم، څو د کورنۍ نفقه پرې برابره کړم. د موسسو مرستې نشته، که وي هم د یو کارت مرسته پر درېیو تر څلورو ان تر اتو کورنیو وېشي، نو که یو موټی اوړه ورسېږي او کنه چې په دې مرسته ګزاره نه کېږي.»

د نوموړي په وینا، هغوی خپل ډېر عواید د مالدارۍ له لارې برابروي، خو په څو وروستیو کلونو کې وچکالۍ، د وښو نه شتون او د مسوولینو د نه پاملرنې له امله یې خپل پسونه او غواګانې خرڅ کړي، څو د خپلو کورنیو مصارف پوره کړي.

د غور مالداران د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د مالدارۍ د ودې زمینه ورته برابره کړي څو هغوی د خپلو څارویو د خرڅولو پر ځای ویې ساتي او دغه کار ته دوام ورکړي.

بلخوا، یو شمېر سوداګر وایي چې پېرلي پسونه او غواګانې کابل او هرات ته لېږدوي او په مناسبه بیه یې خرڅوي.

یو سوداګر فضل احمد وایي: «دوه کاله کېږي چې په غور کې د پسونو او غواګانو بیې لوېدلې، موږ یې دلته پېرو او بیا یې کابل ته وړو او په مناسبه بیه یې خرڅوو. خلک د خوړولو لپاره څه نه لري، په دغو سیمو کې واښه نشته، خلک یې نشي ساتلی، اړ دي چې خرڅ یې کړي.»

خو د غور ځایي مسوولین وایي چې هغوی په دغه ولایت کې د ځینو موسسو په ملاتړ له مالدارانو سره همکاري کړې ده.

د غور د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالصمد صایب پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ د تېر کال په ژمي کې د غور په بېلابېلو ولسوالیو کې د موسسو لکه د افغان ایډ، اکشن ایډ او نورو موسسو په مالي ملاتړ سلګونه مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي او همداراز نغدي پیسې ووېشلې، څو د هغوی څاروي د خوراکی توکو نه شتون له امله تلف نه شي او خپل څاروي خرڅ نه کړي.»

نوموړي همداراز زیاته کړه، هڅه کوي چې د یاد ولایت له مالدارانو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

د غور د ځایي مسوولینو په وینا، د دغه ولایت څه باندې ۸۵ سلنه وګړي پر مالدارۍ اخته دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو نفقه پیدا کوي.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.