ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اشکمش ځیني اوسېدونکي: د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو توان نه لرو

23 Apr 2023 - 09:02
23 Apr 2023 - 09:02

تالقان (پژواک، ۳ غويي ۱۴۰۲): د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ د لرو سیمو یو شمېر اوسېدونکي له دوامداره محرومیتونو شکایت کوي او وايي، تېرې شل کلنې جګړې فرصتونه ترې اخیستي وو او اوس د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره کولو توان نه لري.

د اشکمش ولسوالۍ اړوند ترسک‌چشمه سیمې اوسېدونکي عبدالمالک پژواک ته وویل: «له ۲۰ کلونو ډېر وخت کېږي چې په دې سیمه کې د جګړې له امله نه مرستندویه موسسو له بې‌وزلو سره مرسته کړې او نه هم حکومت له دوی سره د مرستې فرصت درلود، له همدې امله دا مهال خلک له ناوړه اقصادي وضعیت سره مخ دي.»

هغه زیاتوي، یو مهال په یاده سیمه کې په یوه ساعت کې د ښکېلو غاړو له لوري د هاوان ۷۳ مرمیو لګېدو شاهدان وو او د همدغو جګړو له امله دوی ټول فرصتونه له لاسه ورکړل، دا مهال نه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري، نه ورسره بشري مرستې کېږي او نه هم د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره کولو توان لري.

د هغه په خبره، اوس چې نسبي امنیت ټینګ شوی، سرپرست حکومت دې د خلکو ستونزو هوارولو برخې ته پاملرنه وکړي.

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی حبیب‌‎ګل وايي، د وروستیو جګړو له امله د ډېری خلکو کورونه پر کنډوالو بدل شوي چې د بیارغونې توان یې نه لري او هره ګړۍ یې د لوېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغه وايي، اوسنی حکومت باید د خلکو د دې ستونزې هوارولو ته پاملرنه وکړي.

د یادې ولسوالۍ یوه قومي مشر ګل‌محمد وویل: «د جګړې له امله په یوه کال کې له خپله کوره څو ځله کډوال کېدو او په لرو پرتو سیمو کې به تر خېمو لاندې اوسېدو، څو د جګړې له شدته وژغورل شو، څو کلونه همدا ډول تېر شول، خو اوس د ژوند له هر ډول امکاناتو او اسانتیاوو بې‌برخې یو.»

هغه له موسسو او حکومته وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي؛ ځکه چې د جګړې اصلي قربانیان دوی دي.

د اشکمش ولسوالۍ بل قومي مشر میرزا داوود وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دې ولسوالۍ خلک د اوږدې جګړې له امله پر اقتصادي بېوزلۍ سربېره له ټولنیز فقر سره هم لاس او ګرېوان دي چې دا خپله له لومړنیو امکاناتو د محرومیت وروستی حد دی.

د هغه په وینا، د دغو محرومیتونو ترڅنګ، د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی هم د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو بله جدي ستونزه ده چې خلک د مرکب په وسیله د څو کیلومتره لارې په وهلو سره د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کوي.

نوموړي د حکومت ترڅنګ، له مرستندویه بنسټونو هم وغوښتل چې د دوی د ستونزو هوارولو ته  پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د تخار د والي ویاند محمدعارف عارف که څه هم د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکو د ستونزو پخلی کوی او جګړه د ټولو محرومیتونو لامل ګڼي، خو ډاډ ورکوي چې حکومت د دغه ولایت په لرو سیمو کې د خلکو د ستونزو هواري پروګرامونه په پام کې لري، څو د مرستندویه موسسو پام را واړوي او ستونزو او اوږد مهاله محرومیتونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version