ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار فرهنګیان له مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا کمېدو په اړه اندېښنه ښيي

1 May 2023 - 15:40
1 May 2023 - 15:40

تالقان (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۲): په تخار کې یو شمېر فرهنګیان او کتاب‌پلورونکي د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل له مطالعې سره د ځوانانو د لېوالتیا کمېدو لامل بولي؛ خو مسوولین وايي چې ځوانان د مطالعې پر ځای تر ډېره په ټولنیزو شبکو کې بوخت دي.

دغه فرهنګیان او کتاب‌پلورونکي د کتاب د پېر او پلور بازار پر کمرنګه کېدو او له مطالعې سره د ځوانانو پر نه لېوالتيا اندېښنه څرګندوي او وايي، حکومت بايد دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

د تخار یو فرهنګي شجاع فرهنګ وايي: «په هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل یو له هغو دلایلو دی چې نن ځوانانو له مطالعې او کتاب پېرلو څخه واټن اخیستی»

د هغه په باور، تر هغه وخته چې پوهنتونونه تړلي وي، د کتاب لوستنې فرهنګ به له زوال سره مخ وي او ځوانان به له مطالعې او کتاب پېرلو سره لېوالتیا ونه لري.

د تخار د فرهنګیانو له ډلې عبدالسمیع خاوري هم وايي، له وروستيو تحولاتو سره هم‌مهاله چې په پایله کې یې پوهنتونونه او ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول، په ځوانانو کې د مطالعې او کتاب پېرلو لېوالتیا کمه کړه؛ خلک له کتاب پېرلو سره هیڅ لېوالتیا نه لري.

هغه زیاتوي، فرهنګیان تمه لري چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په بیا پرانیستلو سره به په ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ وده وکړي. هغه له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه له سره غور وکړي.

بلخوا، يو شمېر کتاب‌پلورونکي هم د کتابونو بازار کمرنګه کېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ان د خپلو دوکانونو د کرایې ورکولو توان هم نه لري.

په تخار کې یو کتاب‌پلورونکی جماالدین وايي، په دې وروستيو کې د کتابونو د پېر او پلور بازار دومره کمرنګه شوى چې د ورځې لږ تر لږه څو ټوکي کتابونه هم نه پلورل کېږي او له امله یې د دوکان د کرایې ورکولو وس نه لري.

حبیب‌الله يو له هغو ځوانانو څخه دى چې د کتاب پېرلو لپاره د تالقانو کتاب پلورنځيو ته راغلى؛ هغه وايي، په تېرو کلونو کې به يې کتاب پلورنځيو کې د ځوانانو ګڼه‌ګوڼه لیدله، خو اوس ځوانان د کتاب پېرلو ته زړه نه ښه کوي او د مطالعې فرهنګ ورځ تر بلې پیکه کېږي. هغه له ځوانانو غواړي چې په ټولنیزو شبکو کې د بوختیا پر ځای مطالعه وکړي.

په ورته مهال، د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ امر نورالدين قليچ بېک هم په ټولنيزو شبکو کې د ځوانانو ډېر بوختېدل د مطالعې کلتور د کمرنګه کېدو يو لامل ګڼي.

خو هغه ډاډ ورکوي چې د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه يې په ځلونو د کتاب لوستنې نندارتونونه جوړ کړي دي او د ځوانانو منځ کې د مطالعې فرهنګ د ودې لپاره به دې لړۍ ته دوام ورکوي.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version