ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ناوې ولسوالۍ خلک د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت لري

د غزني د ناوې ولسوالۍ خلک د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت لري

غزني ښار (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغه ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د سختو جګړو ډګر و، نو ځکه هیڅ کار ورته نه دی شوی.

د ناوې اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي د غزني ښار په ۱۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې شاوخوا ۵۰۰ لوی او واړه کلي لري او اوسمهال یوازې پنځه واړه کلینیکونه پکې فعال دي چې د ولسوالۍ نفوس ته په بسنه نه کوي.

د هغوی په وینا، د ولسوالۍ د خلکو اقتصادي ستونزې، د روغتیايي مرکزونو او خدمتونو کمښت د دې لامل شوی چې خلک مرکز ته د خپلو ناروغانو په لېږد کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مخور محب‌الله خپلواک له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د دغې ولسوالۍ روغتیایي مرکزونه کم دي او بسنه نه کوي، ترڅنګ یې په شته کلینیکونو کې د درملنې اسانتیاوې هم کمې دي او ولسونه اړ دي څو د هرې ناروغۍ د درملنې لپاره غزني ښار ته ولاړ شي.

هغه له حکومته غوښتنه کوي چې د خلکو یادې ستونزې ته باید جدي پاملرنه وکړي.

همداراز د ناوې یو بل اوسېدونکی او قومي مخور حاجي خاکسار بیا له پژواک سره په خبرو کې وايي چې د ولسوالۍ او غزني ښار ترمنځ لاره هم ډېره خرابه ده او تګ راتګ پرې ستونزمن دی.

هغه زیاته کړه: «دلته نه د ناروغانو د درملنې لپاره مناسب ځای شته او نه یې هم ښار ته د انتقال لپاره سمه لاره.»

نوموړی وايي، د لارې خرابوالي له امله خلک نه شي کولی چې خپل ناروغ تر ښاره ورسوي، څو ځلې یې داسې پېښې لیدلې چې ناروغ په لاره کې مړ شوی خو د دوی غږ تر اوسه نه دی اورېدل شوی.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی میرزا محمد -چې د خپلې مېرمنې د درملنې لپاره غزني ښار ته راغلی- وايي: «ناروغ مې درلود، د ولسوالۍ روغتيايي مرکزونو ته مې څو ځلې مراجعه وکړه چې د امکاناتو نشتوالي له امله زما د ناروغ درملنه ونه شوه، د ۱۷۰ کیلومټره لار په وهلو سره مې د غزني ښار یوه شخصي روغتون ته یووړه، په داسې حال کې چې هیڅ مالي وس هم نه لرم.»

هغه زیاته کړه: «په هغه سیمه کې چې موږ ژوند کوو (ملک دین سیمه) تر اوسه د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې، کوم روغتیایي مرکزونه چې د ولسوالیو په مرکز کې موقعیت لري د امکاناتو نشتوالي له امله د ناروغانو اړتیاوې نه شي پوره کولای، له مجبورۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د زرګونو ستونزو په منلو سره غزني ښار روغتونونو ته مراجعه کوو او یا هم کندهار ولایت ته ځو.»

د ناوې اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي او وايي، لږ تر لږه د لسو نورو کلینیکونو په جوړېدو او مجهز کېدو سره به د ځايي خلکو روغتیايي ستونزې تر یوه بریده حل شي.

ترڅنګ یې مدني فعالان هم وايي چې یاده ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د جګړو مرکز و، هره ورځ د جګړو شاهدان وو، ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي چې اوس د روغتیايي مرکزونو په ګډون هیڅ ډول لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

مدني فعال سیدالله تره‌کي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې په یادې ولسوالۍ کې جنګ و، په تېر حکومت کې د خلکو روغتیايي ستونزو هوارولو په برخه کې هيڅ پاملرنه و نه شوه، د زېږون پر مهال  د ډېرو مېندو د مړینې شاهدان وو او اوس چې امنیت  ټینګ دی، حکومت دې د روغتیایي ستونزو حل کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاتوي: «خلک د دغې ولسوالۍ په لرو کلیو کې کله کله د روغتیايي مرکز نشتوالي او له غزني څخه لرې‌‌والي له امله خپل ناروغان له لاسه ورکوي؛ اړتیا ده چې اوسنی حکومت د ناوې ولسوالۍ په لرو سیمو کې د ټولو په ځانګړې توګه د روغتیايي ستونزو هواري او د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو خلک له شته ستونزو خلاص شي.»

دغه راز په غزني کې د ښځو حقونو یوه فعاله ډاکټر ناهده محمودي وایي چې جګړه په هېواد کې د ډېرو محرومیتونو لامل شوې، لرې سیمې له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې دي، تېر حکومت روغتیایي ستونزو ته په کتو د روغتیايي مرکزونو جوړولو ته ښه پاملرنه نه ده کړې.

د هغې په خبره، په لرو سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړول، د هغو تمویل او تجهیز او د روغتیایي مسوولینو له سپارښتونو څخه د خلکو پوهاوي لپاره د ګرځنده ټیمونو ګومارل د ناروغیو کمېدو او د خلکو اندېښنو د حل یوازینۍ لاره ده.

نوموړې زیاتوي، د ناوې اوسېدونکي له محرومو خلکو څخه ګڼل کېږي چې د تګ راتګ لپاره لار، د زده‌کړو لپاره ښوونځي، د رڼا لپاره برېښنا، د څښاک لپاره پاکې اوبه او د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونه نه لري.

هغه زیاتوي، په غزني کې نه یوازې د ناوې بلکې د ډېرو نورو ولسوالیو خلک هم له ورته ستونزو سره مخ دي، له اوسني حکومته تمه لري څو د دغو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې، د غزني د عامې روغتیا ریاست چارواکي په روغتیايي مرکزونو کې د اسانتیاوو کمښت او ستونزې تر یوه بریده مني، خو وايي چې په یادې ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونه په ټپه نه دي درېدلي، د دوی اداره له روغتیایي موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي څو د غزني ټولو ولسوالیو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د غزني د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، په ناوې ولسوالۍ کې ۸ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې له جملې یې د ناوې مرکزي روغتون، ننګه، کلاخان، فيض‌اباد، ملک‌الدین، رحمن قلعه، پوټی او سکيرا کلينيکونه د یادولو وړ دي.

هغه زیاتوي، په ولسوالۍ کې د شته کلینیکونو روغتیایي خدمات درېدلي نه دي، په دې وروستیو کې یې له ډېری کلينيکونو څخه ليدنه کړې او کوم درمل چې په نورو کلينيکونو کې شته، دلته هم موجود دي.

Visits: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.