ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قانع: ښځې کولی شي چې د اسلامي حجاب په رعایت سره جلا ادبي غونډې جوړې کړي

قانع: ښځې کولی شي چې د اسلامي حجاب په رعایت سره جلا ادبي غونډې جوړې کړي

author avatar
2 May 2023 - 19:33
قانع: ښځې کولی شي چې د اسلامي حجاب په رعایت سره جلا ادبي غونډې جوړې کړي
author avatar
2 May 2023 - 19:33

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): یو شمېر شاعران او لیکوالان له اسلامي امارته غواړي چې کلتوري او ادبي برخې ته د پاملرنې ترڅنګ، په ادبي ناستو کې ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ښځې هم کولای شي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره جلا ادبي ناستې ترسره کړي.

په هېواد کې د سیاسي بدلون له راتلو سره ځینو کسانو فکر کاوه چې ښایي نور کلتور او ادبیاتو ته هېڅ پاملرنه ونه شي او نور فرهنګي او ادبي فعالیتونو ته اجازه ور نکړل شي؛ خو ځیني شاعران وايي چې تر اوسه په خپلو فعالیتونو کې له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي او په منظمه توګه خپلې ناستې ترسره کوي.

یو بنسټ چې د اسلامي امارت له واکمنېدو دوې اوونۍ وروسته د یو شمېر شاعرانو له لوري جوړ شو او تر اوسه یې په منظم ډول ۵۴ ناستې ترسره کړې دي، «پنج‌شنبه‌های دیدار» دی.

د پنج‌شنبه‌های دیدار مسوول او شاعر نصرالله نیکفر وايي، په دغو ناستو کې د شعر ډګر ته تازه راغلو کسانو لپاره شعرونه لوستل کېږي، د شعرونو کره کتنه کېږي او په ځینو ناستو کې تر ۵۰ کسانو هم ګډون کړی دی.

د هغه په خبره، تر اوسه یې ناستې په منظمه توګه روانې دي او له داسې کومې ستونزه سره نه دي مخ شوي چې له امله یې دغه ناستې وځنډوي.

خو نیکفر زیاته کړه چې مخکې به یې د ناستو نیمایي چارې ښځو پر مخ وړلې، خو د تېر کال د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې پر ښځو د بندیزونو له لګېدو وروسته، هغوی په یادو ناستو کې ګډون نه کوي.

هغه یادونه وکړه ‎چې له مالي ستونزه سره مخ دي او له سرپرست حکومته یې وغوښتل څو له دغه ډول بنسټونو ملاتړ وکړي او په یادو ناستو کې ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي.

بل ادبي بنسټ «کتاب‌سرای روزنه» دی چې له درېیو میاشتو راهیسې د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې ناستې جوړوي او یو شمېر شاعران د نورو پر لیکنو او شعرونو کره کتنه او بحث کوي.

د «کتاب‌سرای روزنه» مسوول، شاعر او لیکوال محمداسماعیل لشکري وايي چې دوی د جمعې په ورځو کې د ادبیاتو او پر شعري ټولګو د کره کتنې په اړه اونیزې غونډې جوړوي.

د هغه په وینا، د «خیرخانه» او «لیلا سراحت روشني» په نوم دوو نورو ټولنو چې له دوی سره یې  غړیتوب درلود، د اسلامي امارات له واکمنېدو وروسته د اقتصادي ستونزو او مناسب ځای نشتوالي له امله یې فعالیتونه ودرېدل.

لشکري د ادبي غونډو جوړول مثبت بولي او وايي، هر هغه کس چې قلم اخلي او د فرهنګ او ادبیاتو د بډاینې لپاره کار کوي، باید ملاتړ یې وشي.

هغه زیاته کړه، د غونډو جوړولو په برخه کې ورته د ښځو له نشتوالي پرته بل کوم محدودیت نشته خو د ښځو نشتوالی د ادبي پروګرامونو د کمرنګه کېدو لامل شوی دی.

بلخوا، شاعر ضمیراحمد جاهد وايي: «انسان ټولنیز موجود دی او ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت یې پر افکارو اغېز کوي، په ځانګړي ډول پر هغو کسانو چې په فرهنګي او ادبي برخو کې کار کوي او له همدې امله د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته شعرونه تر ډېره انتقادي شوي دي او درد، رنځ او ستونزې په شعرونو کې منعکس کېږي.»

هغه په ​​ادبي غونډو کې د ښځو نشتوالي ته په اشارې سره زیاته کړه، په اقتصادي او سیاسي برخو کې جنسیتي توپیر رامنځته کېدای شي، خو د ادبیاتو، فرهنګ او هنري چارو په برخو کې ډېر ستونزمن دی چې د ټولنې یوه لویه برخه له دغه فعالیته بې‌برخې کړي.

جاهد له حکومته وغوښتل چې په ادبي غونډو کې ښځو ته د ګډون اجازې ورکولو ترڅنګ دې دا هم مشخص کړي چې حکومت ته کوم مسایل فرهنګي دي او که کومه طرحه موجوده نه وي، نو فرهنګي نخبه‌ګان دې راټول کړي او له هغو څخه دې طرحه وغواړي.

په ورته وخت کې، ځینې شاعرانې وايي، ټولنه د ښځو له حضور پرته نیمګړې ده او له ښځینه شاعرانو او لیکوالو پرته ادبي پروګرامونو جوړول د ټولنې د نیمایي قشر د افکارو له منځه تلو لامل کېږي.

سکینه ادیب چې له څه باندې اووه کلونو راهیسې شعر لیکي وایي، له بدلون مخکې یې په ډېرو ادبي پروګرامونو کې ګډون کاوه، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو او پر ښځو د بندیزونو په لګولو سره یې نور ونشو کړای چې په دغو غونډو کې ګډون وکړي.

که څه هم هغه په انلاین ګروپونو کې چې شاعران پکې خپل نظرونه وړاندې کوي ګډون لري؛ خو د هغې په اند شته له اقتصادي شرایطو او کمزوري انټرنټ سره نه شي کولی چې په سمه توګه برخه واخلي.

د نوموړې په باور، ټولنه د ښځو له ګډون پرته نیمګړې او معیوبه ده او کله چې په ادبي پروګرامونو کې شاعرانې او لیکوالانې ګډون ونه شي کړای، د افغاستان د ادبیاتو تاریخ نشي کولای چې د ټولنې د نیمایي قشر فکر او اندونه له ځان سره ولري.

بل‌ پلو، سدیه ذهین چې دری کاله کېږي شاعرۍ ته یې مخه کړې وایي، پخوا فضا ډېره خلاصه وه او په  «کانون شعر دانشجو» کې یې ګډون کاوه چې د هغې د شعري انګېزې د ډېرېدو لامل شوی و؛ خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې تر اوسه په هیڅ فرهنګي غونډه کې ګډون نه دی کړی.

یادې شاعرانې دې ته په اشارې سره چې د ادبي او فرهنګي برخو په ګډون ټولو برخو کې د ښځو حضور مهم دی، له اسلامي امارته غواړي څو دوی ته هم په ادبي ناستو کې د برخې اخیستلو اجازه ورکړي.

په ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند او سلاکار مفتي عبدالمتین قانع وایي چې د ادبي غونډو جوړولو برخه کې هیڅ بندیز نشته، خو په دې شرط چې اسلامي ارزښتونه، ملي ګټې او د هېواد ستر مسایل په پام کې ونیول شي.

هغه دې ته په اشارې سره چې هر ملت خپل ځانګړي ارزښتونه، کلتور او ثقافت لري، زیاته یې کړه، په ۳۳ ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور مسوولین مکلفیت لري چې هره اونۍ یا لږ تر لږه په میاشتنۍ توګه د علمي کادرونو او ځوانانو په ګډون فرهنګي او هنري ناستې ترسره کړي.

قانع همداراز د ښځو په اړه وویل چې هغوی هم د حجاب په مراعاتولو او په جلا ډول ډول ادبي غونډې ترسره کولای شي.

Visits: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.