ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوحې غونډې پای؛ ګوتریش: د افغانستان په اړه پر ګډې تګلارې سلا وشوه

د دوحې غونډې پای؛ ګوتریش: د افغانستان په اړه پر ګډې تګلارې سلا وشوه

author avatar
2 May 2023 - 18:47
د دوحې غونډې پای؛ ګوتریش: د افغانستان په اړه پر ګډې تګلارې سلا وشوه
author avatar
2 May 2023 - 18:47

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ناستې په پای کې د دغه سازمان سرمنشي وايي، د سیمو له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر یوې «ګډې تګلارې» سلا شوي دي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ د دوحې په هغه هوټل (شریټن) کې پیل شوې وه، چېرته چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ، امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات ترسره شوي وواو نن پای ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټیریش د دې غونډې مشري کوله او په کې د شاوخوا ۲۲ هېوادونو ځانګړو استازو او د دوو نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، د یادې ناستې په دویمه او وروستۍ ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي، د سیمو له هېوادونو سره د افغانستان په اړه پر «ګډې تګلارې» سلا شوي دي.

نوموړي يوه لنډ خبري کنفرانس کې زياته کړې چې دغه غونډه په افغانستان کې «د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نه وه جوړه شوې او هدف یې په افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د ګډې تګلارې موندل وو.»

که څه هم نوموړي د ګډې تګلارې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په راتلونکي کې به ورته بله غونډه هم جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځل بیا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو د کار بندیز د منلو نه دی او ټینګار یې کړی چې په اړه به یې «خاموشه» پاتې نه شي.

هغه زياته کړې، په افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې ساتي.

هغه وايي: «د افغانستان بشري ناورین اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو بد دی» چې په وینا یې، ۲۸ میلیون وګړي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا هم په ډاګه کړې چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د اورپکو ډلو په اړه ډېرې اندېښنې لري.

خو د ګوتېرېش په وینا، له دې اندېښنو سره سره د دوحې غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله چې د افغانستان ثبات لپاره له دغه هېواد سره ښکېل پاتې شي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې وروستيو کې (د غويي ۱۰مه) ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت د یوه مسوول حکومت په توګه چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او له نورو هېوادونو څخه، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو هم تمه لري چې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو پېښو ترسره کولو په موخه د داخلېدو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویانده پاولینا کیوباک پرون يوې خبري غونډې ته ويلي و چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د چین، فرانسې، جرمني، هندوستان، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بریتانیا، امریکا، ازبکستان، اروپایي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازي ګډون کوي.

د افغانستان اسلامي امارت استازو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو په قطر کې د امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پرون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي و چې تر دې غونډې مخکې یې د افغانستان لپاره د چین او بریتانیا له استازو سره لیدلي دي.

بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل غوښتونکی دی او له هېوادونو او همداراز نړۍوالو سازمانونو غواړي چې په دغه ډول غونډو کې د اسلامي امارت استازي ته هم بلنه ورکړي.

Visits: 418

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.