ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«افغانستان کې د ستونزو اساسي لامل له کتاب سره د خلکو واټن او نابلدتیا ده»

«افغانستان کې د ستونزو اساسي لامل له کتاب سره د خلکو واټن او نابلدتیا ده»

author avatar
7 May 2023 - 19:56
«افغانستان کې د ستونزو اساسي لامل له کتاب سره د خلکو واټن او نابلدتیا ده»
author avatar
7 May 2023 - 19:56

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د کابل ښار د عامه کتابتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې د دوی د مراجعینو شمېر د نورو کلونو په پرتله څلور برابره ډېر شوی او په تېرو دوو کلونو کې یې دوه غیرفعال کتابتونونه بېرته فعال کړي دي.

په همدې حال کې، ځیني کتاب‌پلورونکي وايي چې د پخوا په پرتله د خلکو اقتصادي وضیعت خرابېدو له امله په دې وروستیو کې یې د پلور کچه کمه شوې ده.

د کابل ښار عامه کتابتون د هېواد یو له پخوانیو کتابتونونو څخه دی چې له ملي ارشیف وروسته ډېر پخواني کتابونه لري. د مسوولینو په وینا، دغه کتابتون په ۱۳۴۵ لمریز کال کې پرانیستل شو او اوسمهال شاوخوا ۱۶۰ زره ټوکه کتابونه پکې ساتل کېږي.

د عامه کتابتون رییس قاري عبیدالله حنیف وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې دوه هغه کتابتونونه چې غیرفعال وو، بېرته فعال کړي دي او اوسمهال په ټول هېواد کې ۹۵ کتابتونونه  فعال دي چې ۱۱ یې په کابل ښار کې موقعیت لري.

د حنیف په وینا، دوی تېر کال ۴۰ زره ټوک کتابونه شمالي او ختیځو ولایتونو ته او همداراز ۷۰ زره ټوک کتابونه یې په ټول هېواد کې ۸۵ کتابتونونو ته د موسسو په مرسته وېشلي دي.

د عامه کتابتون رییس زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد کتابتونونو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او د هغه په باور، په افغانستان کې د ستونزو اصلي لامل له کتاب سره د خلکو واټن او نابلدي ده.

هغه د هېواد د پرمختګ لپاره د مطالعې ارزښت ته په اشارې سره وويل، تېر کال د کابل عامه کتابتون ته د مراجعینو شمېر د تېرو کلونو په پرتله څلور برابره ډېر شوى دى.

سید عبدالاحد چې د یوې موضوع په اړه څېړنه کوي او د معلوماتو راټولولو لپاره د کابل عامه کتابتون ته راغلی، د مطالعې د اهمیت او ترویج خبره کوې.

هغه زیاته کړه: «که موږ مطالعه ونه‌کړو، خپل کلتور ته زیان اړوو؛ ځکه خپل هغه څه هېروو چې لرو یې، همداراز هغه څه چې موږ ترلاسه کړي هغه څه دي چې له نورو هېوادونو موږ ته تزریق کېږي. کله چې مطالعه ونه لرو، هر هغه څه چې نور یې موږ ته وايي، له فکر کولو پرته یې منو.»

د خلکو او کتابپلورونکو نظرونه

خو ځیني کتاب‌پلورونکي بیا وايي، په دې وروستیو کې د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله یې د پلور بازار پیکه شوی دی.

د کابل په پل‌باغ ‌عمومي سیمه کې یوه کتاب‌پلورونکي محمدحنیف دې ته په اشارې سره چې په دې وروستیو کې د پلور بازار خراب شوی، وویل چې ځوانان د کتاب مطالعې په پرتله په ټولنیزو پاڼو کې ډېر بوخت دي.

د کتابونو بل پلورونکی عبدالواحد خیراندېش وايي، که څه هم خلک له کتاب لوستلو سره لېوالیتا لري، خو د تېر په پرتله د کورنیو اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله، د پلور بازار کمرنګه شوی دی.

په ورته مهال، ځيني کابل ښاریان د مطالعې اهمیت او د کتاب لوستلو فرهنګ عامولو ته په اشارې سره له ځوانانو غواړي څو د هېواد ابادۍ لپاره ډېره مطالعه وکړي.‎

د کابل ښار اوسېدونکی محمدجواد وايي، د هېواد وروسته پاتې‌کېدو لامل په خلکو کې د مطالعې فرهنګ نشتوالی دی او له ځوانانو یې هیله وکړه چې ‎که غواړي هوسا ژوند او اباد هېواد ولري، نو مطالعه دې وکړي.

د کابل ښار بل اوسېدونکي حمید دې ته په اشارې سره چې ډېری ستونزې په خلکو کې د مطالعې فرهنګ نشتوالي له امله دي او له ځوانانو یې وغوښتل چې په ټولنیزو پاڼو کې د وخت ضایع کولو پرځای مطالعه وکړي او خپل معلومات ډېر کړي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.