ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې بوټ جوړوونکي: که ملاتړ مو وشي، لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابروو

تخار کې بوټ جوړوونکي: که ملاتړ مو وشي، لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابروو

author avatar
8 May 2023 - 18:24
تخار کې بوټ جوړوونکي: که ملاتړ مو وشي، لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابروو
author avatar
8 May 2023 - 18:24

تالقان (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): په تخار ولایت کې د بوټانو یو شمېر تولیدوونکي د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي خو وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي او خلک وطني تولیدات وکاروي، نو کولای شي چې لسګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

محمدرقیب چې له څلورو کلونو راهیسې د تالقان ښار په یوه څنډه کې له خپلو څلورو کارګرو سره بوټان او څپلۍ تولیدوي، له پژواک اژانس سره یې خبرو کې وویل چې له وطني چرم څخه په استفادې هڅه کوي څو د بوټ جوړولو او بوټ ګنډلو صنعت ژوندی وساتي.

هغه زیاته کړه، د بهرنیو تولیداتو په پرتله وطني تولیدات خلکو ته هم د کیفیت او هم د بیې له پلوه ګټور او ارزانه دي او که د حکومت له لوري یې ملاتړ وشي او خلک د وطني تولیداتو پېرلو زیاته لېوالتیا ولري، نو کولای شي چې لسګونه نورو بېکاره ځوانانو ته د کار زمینه برابر کړي څو له دې سره په غیرقانوني ډول د ځوانانو له کډوالېدو مخنیوی وشي.

حیات‌الله په تخار کې یو بل د بوټانو جوړونکی دی چې دغه صنعت له ۱۵ کلونو راهیسې ورته له پلاره ورپاتې دی او د ژوندي ساتلو لپاره یې هڅه کوي.

هغه وايي، کاروبار ښه دی، خلک د مخکې په پرتله اوس له وطني تولیداتو سره ډېره لېولتیا لري.

خو هغه د پرمختللو ماشینونو له نشتوالي او دې برخې ته د حکومت له نه پاملرنې شکایت کوي او وايي: «په هېواد کې د پرمختللو ماشینونو نشتوالي له امله د اړتیا وړ توکي له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایرانه واردوو چې بیه یې لوړه راته تمامېږي، په داسې حال کې چې موږ د اړتیا وړ هر ډول توکو برابرولو توان لرو، خو که حکومت په هېواد کې د پرمختللو ماشینونو د شتوالي برخه کې پاملرنه وکړي.»

په تخار کې د څپلیو او بوټانو بل جوړونکی تاج‌الدین وايي، که د دغه صنعت د تولید لپاره د حکومت له خوا معیاري کارخونې جوړې شي، کولای شي چې د بېکارۍ له منځه تلو او د لسګونو ځوانانو له کډوالېدو مخنیوی وکړي.

بل‌خوا، د تالقان ښار ځیني اوسېدنکي هم له وطني تولیداتو استفاده د هېواد د اقتصادي ودې او د دغه صنعت په غوړېدو کې مهم بولي او ټینګار کوي چې خلک دې د بهرنیو تولیداتو پرځای له وطني تولیداتو ګټه واخلي.

شبیراحمد چې له دوو کلونو راهیسې د وطني بوټانو او څپلیو تولید په پلورنځي کې کار زده‌کوي وايي، دغه صنعت د دې لامل شوی څو بل هېواد ته له تلو او بېکارۍ وژغورل شي او خپلې زده‌کړې وکړي، له همدې لارې د ورځې ښه عاید ترلاسه کوي.

دی له نورو بېکاره ځوانانو غواړي چې له فرصته په استفادې په دغه ډول کارخونو کې کار وکړي.

د تخار اوسېدونکی سیداقبال چې مخکې یې له بهرنیو تولیداتو استفاده کوله، خو اوس وايي چې هوډ یې کړی څو وطني تولیدات وکاروي.

د هغه په خبره، بهرني تولیدات پر دې سربېره چې ښه کیفیت نه لري، بلکې بیه یې هم د وطني تولیداتو په پرتله لوړه وي چې خلک یې د پېرلو توان نه لري.

هغه زیاته کړه: «له دې وروسته هوډ لرم چې له وطني تولیداتو د ملاتړ او تولیدوونکو د هڅونې په پار له دغه صنعته استفاده وکړم او له نورو خلکو هم غواړم چې له وطني تولیداتو ګټه واخلي.»

د تالقان ښار بل اوسېدونکی صفرمحمد وايي چې وطني تولیدات ښه کیفیت لري، که خلک د بهرنیو تولیداتو پر ځای ګټه ترې واخلي، کولای شي د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي او دغه راز د لاسي صنایعو او وطني تولیداتو بازار په غوړېدو سره به ډېری ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

په ورته مهال، د تخار د صنعت او سوداګرۍ آمر مولوي ضیاالدین دلاوري هم له وطني تولیداتو پر استفادې د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکوي چې حکومت له ټولو کورنیو صنعت‌ګرو او تولیدوونکو ملاتړ کړی او د صنعت د دودې او صنعتګرو د ملاتړ په برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.