ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار خلک: د زینتي ګلانو پالل پر یوه ښه شغل او عایداتي کاروبار بدل شوی

د تخار خلک: د زینتي ګلانو پالل پر یوه ښه شغل او عایداتي کاروبار بدل شوی

author avatar
13 May 2023 - 18:45
د تخار خلک: د زینتي ګلانو پالل پر یوه ښه شغل او عایداتي کاروبار بدل شوی
author avatar
13 May 2023 - 18:45

تالقان (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د تخار ځيني اوسېدونکي د زینتي ګلانو له پالنې سره د خلکو لېوالتیا ډېرېدو ته خوښ دي او وايي، په دغه ولایت کې د ګلانو پالل اوس پر یوه ښه او عایداتي کار بدل شوی، خو سږ د تېر کال په پرتله د دغو ګلانو بیې لوړې شوې دي.

د تالقان ښار یو اوسېدونکی محمدصابر چې د زینتي ګلانو پېرلو لپاره یوې ګل‌فروشۍ ته راغلی وایي: «تېر کال یو ګل ۱۰۰ افغانۍ و، خو سږ کال یې بیه لوړه شوې، په داسې حال کې چې تخار یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې ډېر زینتي ګلان پکې تولیدیږي، د دغه ولایت پر ۱۶ګونو ولسوالیو سربېره څنګلورو ولایتونو ته هم صادرېږي.»

هغه د تخار د کرنې ریاست له مسوولینو غواړي چې د زینتي ګلانو د بیو کنټرول برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د تخار یو بل اوسېدونکی عبدالله وایي: «د ګلانو پالل اوس د خلکو په منځ په ځانګړي ډول ځوانانو کې پر یوه شغل بدل شوی، خو د بیو لوړوالی یې د اندېښنې وړ دی؛ په دغه ولایت کې د ګلانو بېلابېل ډولونه پیدا او پلورل کېږي، خو د هغو بیې د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړې شوې دي.»

په ورته وخت کې، تخار کې ځيني د ګلانو پلورونکي وايي، د تېر کال په ژمي موسم کې سخته سړه هوا د زینتي ګلانو د له منځه تګ لامل شو او له امله یې د ګلانو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوې دي.

دین‌محمد چې له کلونو راهیسې په تالقان ښار کې ګلان پلوري، وایي: «سږ کال ډېر سخت او سوړ ژمی راغی، زموږ ډېر ګلان وچ شول، نه غریبي شته او نه ګټه، خو سره له دې هم د ګلانو پلورل اوس یو پر یوه شغل بدل شوی، اړ یم چې دوام ورکړم، د سږنی ژمي له امله چې د ډېرو زینتي ګلانو د وچېدو لامل شو، د ګلانو بیې هم لوړې شوې دي.»

هغه دغه راز وویل، دوی هم خوشحالېږي چې د ګلانو بیې ټیتې شي، ځکه اوس ډېری خلک دغه ګلان پېري.

نوموړي زیاته کړه: «سږ کال چې د ګلانو بیې لوړې دي نو خلک هم د نورو کلونو په څېر پېرلو ته یې ډېر لېوال نه دي، خو سره له دې هم د ګلانو کاروبار ښه دی.»

په تالقان ښار کې یو بل ګل پلورونکی عبدالله هم د ډېرو ګلانو وچېدو لامل د تېر کال ژمی بولي او وایي، اوس له همدې امله په دغه ولایت کې د ګلانو بیه لوړه شوې ده.

په ورته مهال، د تخار د کرنې ریاست د کرنې ترویج مدیر عنایت‌الله رستاقی وایي چې په دغه ولایت کې د ګلانو د بیو لوړېدو اساسي لاملونه له نورو ولایتونو لکه له کابله د زینتي ګلانو واردېدل، د تېر کال سوړ ژمی او د زینتي ګلانو پالنې برخه کې د ګلانو پلورونکو د تجربې نشتوالی دی.

هغه ډاډ ورکوي چې په یاد ولایت کې له ګلانو پلورونکو سره همکارۍ او د ګلانو د بیو کنټرول برخه کې هڅې روانې دي، څو د خلکو اندېښنې رفع شي.

دا په داسې حال کې ده چې تخار کې په وروستیو کلونو کې د ګلانو پلورنې ډېر دوکانونه جوړ شوي او د ګلانو پالنه په خلکو کې پر یوه شغل بدله شوی چې د ګل پلورونکو له قوله، دغه ولایت کې زینتي ګلان له ۴۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

Visits: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.