ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاسپورټ ریاست: هره ورځ لس زره پاسپورټونه وېشو

پاسپورټ ریاست: هره ورځ لس زره پاسپورټونه وېشو

author avatar
16 May 2023 - 17:02
پاسپورټ ریاست: هره ورځ لس زره پاسپورټونه وېشو
author avatar
16 May 2023 - 17:02

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): ځیني کسان شکایت کوي چې د پاسپورټ ترلاسه کول ډېر وخت اخلي؛ خو د پاسپورټ ریاست وایي، هره ورځ تر لسو زرو پاسپورټونه وېشي او د چټکتیا لپاره یې په کابل کې د وېش څلور نور مرکزونه هم جوړوي.

د پاسپورټ عمومي ریاست د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۶مه وویل، د ښو خدماتو وړاندې کولو او د مراجعینو د کاري پړاوونو چټکتیا لپاره غواړي د دغه ریاست په تخنیکي او تجهیزاتي سیسټمونو کې مثبت بدلونونه راولي. له دې وروسته د پاسپورټونه د وېش لړۍ ودرېده، خو د همدغه کال د کب په لسمه یې د وېش بهیر بیا پیل شو.

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن د روانې غویي میاشتې په ۲۵مه پژواک خبري اژانس وویل چې اوس هره ورځ د ټول هېواد په کچه تر لس زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي.

پتمن وایي، محصلین، بېړني ناروغان، ملي لوبغاړي د پاسپورټ ریاست په کاري لومړیتوبونو کې دي او همدارنګه سوداګرو ته یې ځانګړې څانګه د کابل ښار په فکري ملکیتونو ریاست کې جوړه کړې څو وکولای شي په لږ وخت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

د پاسپورټ ریاست ویاند وویل، دغه ریاست د هېوادوالو غوښتنو او ستونزو ته په کتو په ټول افغانستان کې انلاین سیسټم له لارې د نوم‌لیکنې زمینه برابره کړې ده.

نوموړی وایي چې اوس خلک کولای شي په اسانه توګه د انلاین سیسټم له لارې د پلازمېنې کابل په ګډون ۳۳ ولایتونو کې نوم‌لیکنه وکړي.

هغه زیاته کړه، له نوم‌لیکنې ورسته انلاین سیسټم د پاسپورټ غوښتونکو ته نوبت ته په پام سره د پاسپورټ ترلاسه کولو وخت ټاکي.

هغه زیاتوي، خلک د پاسپورټ ترلاسه کولو د پړاوونو له بشپړولو وروسته د دوو ورځو په موده کې کولای شي چې خپل پاسپورټ له ټاکلو پوست‌خونو ترلاسه کړي.

پتمن که څه هم د شته پاسپورټونو کره شمېر ونه ښود، خو هغه اوازې یې بې‌بنسټه وبللې چې ګواکې د پاسپورټ ریاست د پاسپورټونو له کمښت سره مخ دی.

هغه وویل چې دغه ریاست په کافي اندازه پاسپورټونه لري.

نوموړی وایي، په یاد ریاست کې تر ډېره بریده د فساد مخنیوی شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۲۰۰ کسان د کمېشن‌کارۍ په تړاو نیول شوي او د نورو څېړنو په موخه اړوندو بنسټونو ته سپارل شوي دي.

پتمن له هېوادوالو وغوښتل چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره هېچاته پیسې ورنه کړي.

هغه زیاته کړه: «هغه پاسپورټونه چې د پاسپورټ ریاست سره ثبت ونه لري هغه جعلي دي او هېڅوک دې هم پرې باور نه کوي.»

هغه وویل، په پام کې ده چې کابل کې د پاسپورټونو د وېش څلور نور مرکزونه هم فعال شي او ورسره د پاسپورټونو د وېش کچه لوړه او چارې یې چټکې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني کسان د پاسپورټ د وېش له لړۍ خوښ دي، خو ځیني شکایت ترې کوي او وایي چې ډېر وخت اخلي.

د نیمروز اوسېدونکی احمدشاه وایي، ځکه له نیمروز څخه کابل ته د پاسپورټ اخیستو لپاره راغلی چې هلته له څو ورځو راهیسې د پاسپورټ د وېش لړۍ درېدلې ده.

د هغه په خبره، له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او غواړي د کار لپاره ایران ته ولاړ شي.

نوموړی وایي، له لسو ورځو راهیسې په کابل کې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، خو تر اوسه یې په داسې حال کې په اخیستو نه دی بریالی شوی چې د نیمروز والي مکتوب هم ورکړی دی.

هغه ادعا کوي، هغه کسان چې واسطه لري په لږ وخت کې پاسپورټ ترلاسه کولای شي.

خو د کابل ده‌سبز ولسوالۍ اوسېدونکي وارث پژواک ته وویل، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د انلاین سیسټم له لارې نوم‌لیکنه کړې وه او یوولس میاشتې وروسته نوبت ورته رسېدلی او خوښ دی چې پاسپورټ یې ترلاسه کړی دی.

هغه د پاسپورټ له عمومي ریاسته وغوښتل چې خپل خدمات نور هم چټک کړي.

د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی نورالحق وایي چې یو کال مخکې یې د انلاین سیسټم له لارې نوم‌لیکنه کړې وه او د خپل نوبت پر اساس یې نن پاسپورټ ترلاسه کړ.

هغه د پاسپورټ ریاست له کار او فعالیته خوښ دی خو له دغه ریاست څخه غوښتنه کوي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ چټکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړم کال په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته د پاسپورټ غوښتونکو شمېر ډېر شوی او یو شمېر کسان هڅه کوي څو د بېلابېلو دلایلو له مخې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

Visits: 141

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.