ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد کې کتاب‌پلورونکي وايي، په دې وروستیو کې یې کاروبار بېرته ښه شوی

18 May 2023 - 15:15
18 May 2023 - 15:15

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کتاب‌پلورونکي وايي، که څه هم د تېر جمهوري نظام له سقوط سره يې کارونه په ټپه ولاړ وو خو په دې وروستيو کې يې يو ځل بيا کاروبار ښه شوى دى.

دوی دغه‌راز وايي، له امنيتي او سیاسي حالاتو سره د خلکو عادي کېدو هم د دوی کارونه له ټکني حالته د وتلو خواته روان کړي دي.

جلال‌اباد ښار چې يو وخت د کتابونو د پلور او د کتاب پلورنځيو پر يوه مهم مرکز بدل شوی و، د تېر جمهوري نظام له پرځېدو سره سم چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شول، د کتاب پلورنې بازار هم پکې کمرنګه شو.

اوس کتاب‌پلورونکي هيله‌من شوي چې ورځ تر بلې د کتاب پېرېدونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی او تمه لري چې یو ځل بيا به بازارونه د پخوا په څېر ښه شي.

انعام‌الله چې په جلال‌اباد ښار کې کتاب پلورنځی او خپرندويه ټولنه لري وايي، وروسته له شاوخوا دوو کلونو ځوانانو یو ځل بیا د کتابونو پېرلو ته مخه کړې ده.

هغه وايي: «کله چې تحولات رامنځته شول، د کتاب بازار کمرنګه شو، لامل يې دا و چې معاشات نه وو، بې‌روزګاري وه، خلک له وضعيت سره نا اشنا وو، اوس الحمدالله له اولو وختونو بازار ښه دی، لامل يې دا دی چې خلک له روان وضعيت سره عادي شول، معاشونه بېرته يو څه شروع شول.»

همدارنګه يوه بل کتاب‌پلورونکي صادق‌الله صادق پژواک ته وويل: «اوس نو حکومت ته په کار ده چې خلک مطالعې ته تشويق کړي، عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او د کتابونو نندارتونونه جوړ کړي.»

عام خلک بيا په ټولنيزو شبکو کې د ځوانانو بوختېدل او اقتصادي ستونزې د مطالعې پر وړاندې خنډونه بولي.

محمود حسن چې د ننګرهار پوهنتون محصل دی وايي، ډېر محصلين د کتاب پېرلو توان نه لري، خو داسې محصلين هم شته چې خپل وخت د ټولنيزو شبکو په کتلو مصرفوي.

په ورته وخت کې، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه يې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي او لا هم دې برخه کې هڅې روانې دي.

د یاد رياست د اطلاعاتو آمر صديق‌الله قريشي بدلون وايي، د نورو پروګرامونو ترڅنګ د جلال‌اباد ښار په عيدګاه جومات کې عامه کتابتون جوړ شوى چې هره ورځ لسګونه ځوانان د مطالعې لپاره ورځي.

په جلال‌اباد ښار کې د کتابونو د پلور او چاپ لسګونه دوکانونه او خپرندويه ټولنې شته چې ګڼو کسانو ته پکې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د يادونې ده، په وروستيو مياشتو کې د بېلابېلو ولايتونو کتاب‌پلورونکو شکايتونه کړي چې د کاروبار وضعيت يې ډېر خراب شوى دى.

Views: 195

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version