ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې يو محلي سندرغاړى وژل شوی

نورستان کې يو محلي سندرغاړى وژل شوی

author avatar
6 Jun 2023 - 18:42
نورستان کې يو محلي سندرغاړى وژل شوی
author avatar
6 Jun 2023 - 18:42

پارون (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په نورستان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې یو محلي سندرغاړی او ورور یې وژل شوي دي.

د منډول ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالرحيم وايي، مسلم‌شاه نورستانی د دغې سيمې محلي سندرغاړى و چې تېره ورځ د منډول په کیویشت سیمه کې په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی دی.

د هغه په خبره، له مسلم‌‌شاه نورستاني سره د هغه ورور سليم‌شاه هم وژل شوى دى .

عبدالرحیم زیاتوي چې د پېښې عاملين هم د یاد کلي اوسېدونکي دي.

په ورته مهال، د نورستان د والي وياند سيف‌الدين لټون ياده پېښه تایيدوي او وايي چې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، ياده پېښه د خپل‌منځي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.