ژبه

نورستان کې يو محلي سندرغاړى وژل شوی

پارون (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په نورستان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې یو محلي سندرغاړی او ورور یې وژل شوي دي.

د منډول ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالرحيم وايي، مسلم‌شاه نورستانی د دغې سيمې محلي سندرغاړى و چې تېره ورځ د منډول په کیویشت سیمه کې په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی دی.

د هغه په خبره، له مسلم‌‌شاه نورستاني سره د هغه ورور سليم‌شاه هم وژل شوى دى .

عبدالرحیم زیاتوي چې د پېښې عاملين هم د یاد کلي اوسېدونکي دي.

login or register a new account.