ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال‌اباد ښاريان: د اوړو بيه ټیټه شوې خو د ډوډۍ وزن نه دى ډېر شوى

د جلال‌اباد ښاريان: د اوړو بيه ټیټه شوې خو د ډوډۍ وزن نه دى ډېر شوى

author avatar
10 Jun 2023 - 16:07
د جلال‌اباد ښاريان: د اوړو بيه ټیټه شوې خو د ډوډۍ وزن نه دى ډېر شوى
author avatar
10 Jun 2023 - 16:07

جلال اباد (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د اوړو بيه د پام وړ ټیټه شوې خو نانوايي‌ګانو د ډوډۍ په وزن کې هیڅ زياتوالى نه دى راوستلی.

دوی له‌ښاروالۍ غواړي چې يا دې د ډوډۍ وزن ډېر کړي او يا دې یې هم بیه ټیټه کړي.

بلخوا د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د وچې ډوډۍ لپاره نوې نرخنامه او وزنونه ټاکل شوي، ټولو نانوايانو ته ورکړل شوي او د تطبيق لپاره يې هم د څار ډلې ګومارل شوې دي.

د پخواني حکومت له سقوط وروسته په هېواد په بې‌ساري ډول د اوړو نرخونه لوړ شول چې د يوې بوجۍ قزاقي اوړو بيه ٢٧٠٠ تر ٢٨٠٠ پورې لوړه شوه چې ورسره نانوايانو د يوې کوچنۍ ډوډۍ وزن هم ١٢٠ ګرامو ته راکښته کړ.

خو د پژواک د راپور له مخې، نن په هېواد کې يوه ٤٩ کيلويي بوجۍ قزاقي اوړه په ١٦٥٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د جلال‌اباد ښاريان ټينګار کوي چې د اوړو بيې له ټيټېدو سره د ډوډۍ وزن هم بايد زيات شي.

په دې اړه د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي سيد کريم‌الله پژواک ته وويل، پخوا چې يوه پنځوس کيلويي بوجۍ اوړه په شاوخوا درې زره افغانۍ وو، هم د ډوډۍ وزن ۱۲۰ ګرامه و او اوس چې اوړه ١٦٥٠ افغانيو ته راټيټ شوي، بيا یې هم وزن ١٢٠ ګرامه دى.

هغه د جلال‌اباد له ښاروالۍ وغوښتل چې يا دې نرخونه ټيټ کړي او يا دې هم د ډوډۍ وزن ډېر کړي.

دغه راز د جلال‌اباد ښار د روښان مېنې يوه اوسېدونکي محمدنصير ملکزي هم ورته څرګندونې وکړې، ويې ويل چې د اوړو د نرخ له کښته کېدو سره بايد نانوايانو په خپله خوښه د ډوډۍ وزن بېرته ډېر کړى واى.

هغه وايي: «نانوايانې بايد کنټرول شي؛ ځکه زما اوس هم باور نه کېږي چې د لس افغانیو ډوډۍ دې ١٢٠ ګرام وزن ولري.»

د جلال‎اباد يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې، له ښاروالۍ يې په دې برخه کې د جدي اقدامات غوښتنه وکړه.

خو بل لور ته ډوډۍ پخوونکي وايي، د اوړو بیو له ټیټېدو سره د ډوډیو وزن بېرته ډېر شوى دى.

حاجي کبير چې په جلال‌اباد ښار کې نانوايي لري وايي، کم وزن ډوډۍ يې هم د ښاروالۍ له حکم سره سم پخوله او اوس چې تازه وزن ټاکل شوى، هغه ته هم ژمن دي.

د هغه د معلومات له مخې، پخوا يې د يوې کوچنۍ ډوډۍ وزن ١٢٠ ګرامه و خو اوس ١٦٥ ګرامو ته لوړ شوى دى.

بلخوا د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد پژواک ته وويل، تازه په نوې نرخنامه کې د ډوډۍ وزن ۱۶۵ ګرامه ټاکل شوی دی.

هغه زياته کړه: «اوس په نوې نرخنامه کې د وچې ډوډۍ وزن ۱۶۵ ګرامه ټاکل شوی، د دې لپاره مو ټيمونه ټاکلي، ټول ښار کې ګرځي، څو نوې نرخنامه او د ډوډۍ وزن تطبيق کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د جلال‌اباد ښار په بازارونو کې پر اوړو سربېره د غوړیو، نورو خوراکي او سون توکو په بيو کې هم د پام وړ کموالى راغلی دی.

Views: 414

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.