ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان په دیني مدرسو کې د نجونو شمېر ۶۰ سلنه ډېر شوی

د پروان په دیني مدرسو کې د نجونو شمېر ۶۰ سلنه ډېر شوی

author avatar
11 Jun 2023 - 16:48
د پروان په دیني مدرسو کې د نجونو شمېر ۶۰ سلنه ډېر شوی
author avatar
11 Jun 2023 - 16:48

چاریکار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): په هېواد کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو‎ له تړل‌کېدو وروسته د پروان ولایت په دیني مدرسو کې د نجونو زده‌کوونکو شمېر ۶۰ سلنه ډېر شوی دی.

په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته، د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په لومړیو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او بیا د پوهنتونونو دروازې تر دویم امر پورې د نجونو پر مخ وتړل شوې. د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دغه پرېکړه موقتي ده او هڅې روانې دي څو د اسلامی شریعت په چوکاټ کې یوه حل‌لار ورته پیدا شي.

له‌ دې پرېکړې وروسته یو شمېر نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

په چاریکار ښار کې د بي‌بي حفصه مدرسې مسوولې لینا اخلاص رحیمي پژواک خبرې اژانس ته وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړل‌ کېدو وروسته، د دغې مدرسې د زده‎کوونکو شمېر شاوخوا پنځوس سلنه ډېر شوی دی.

هغې وویل، دا مهال د یادې مدرسې په څلورو ټولګیو کې سلو نجونو ته د قران‌‎کریم د حفظ، تجوید، قرائت او د نبي‌کریم (ص)  د سیرت درس ورکول کېږي. د هغې په وینا، مدرسه له هر زده‌کوونکې څخه د میاشتې ۱۰۰ افغانۍ فیس اخلي.

په چاریکار ښار کې د ‌ډاکټر محمدشېرزاد خصوصي مدرسې سرښوونکې سمیه سعادت وايي، دغه مدرسه شاوخوا اته میاشتې مخکې جوړه شوې او دا مهال شاوخوا ۶۰۰ نجونې او هلکان زده‌‌کوونکي لري.

هغې زیاته کړه: «د مدرسې پرانیستو لامل مې همدا و چې کله د نجونو ښوونځي وتړل شول، نو ومې غوښتل چې د ټولنې او نجونو د پرمختګ لپاره یوه بله لار ولرو؛ د مدرسې د پرانیستو په لومړۍ ورځ مې ۱۷ زده‌کوونکي درلودل، په دویمه ورځل ۴۰ کسان شول، په درېیمه ورځ ۹۰ زده‌کوونکي شول او د وخت په تېرېدو سره زیاتېدل چې دا مهال یې شمېر ۶۰۰ کسانو ته رسېږي.»

سعادت وویل، په دې مدرسه کې زده‌‌کوونکو ته د تجوید، د قران‌کریم تلاوت او ترجمې، احادیثو او فقهې درس ورکول‌ کېږي.

هغه زیاتوي، د نجونو ښوونځیو له تړل‌کېدو مخکې یې په کور کې درسي ټولګی درلود او شاوخوا ۴۰ نجونو ته یې دیني درسونه ویل.

هغې زیاته کړه چې په یاده مدرسه کې له زده‌کوونکو فیس نه اخیستل کېږي، خو ډاکټر محمدشېرزاد هغې ته معاش ورکوي.

د پروان د جبل‌السراج ولسوالۍ په خواجه محمدخېلو کې د ابوذر غفاري دولتي مدرسې سرښوونکي قاري نېک‌محمد نجرابي وویل، له څه کم دوو کلونو راهیسې په دغه مدرسه کې د نجونو زده‌کوونکو شمېر له ۵۰۰ نه ۷۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغو ۲۰۰ نوو شامل شوو نجونو له‌منځه ډېری یې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو زده‌کوونکې دي او په‌خپله لېوالتیا یې له ښوونځیو دې مدرسې ته سه‌پارچه کړې ده.

د پروان د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي شېراجان عابد وايي، په دغه ولایت کې د نجونو ۱۸ دیني مدرسې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي.

هغه وویل، د تېرو کلونو په پرتله په دغو مدرسو کې د نجونو زده‌کوونکو شمېر ۶۰ سلنه ډېر شوی چې لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل‌‌کېدل دي.

نوموړی وايي چې نجونو ته د لا ښو دیني زده‌کړو زمینې برابرولو هڅه کوي.

یو شمېر نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړل‌‌کېدو وروسته یې دیني مدرسو ته مخه کړې؛ په دغو مدرسو کې له دیني زده‌کړو خوښې دي او له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځو دروازې هم پرانېزي.

د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د بي‌بي حفصې نسوان لېسې د نهم ټولګي زده‌کوونکې حسینه حق‌شناس وايي، له یوه کال راهیسې د فوفیان پر سړک د بي‌بي حفصې په خصوصي مدرسه کې دینې زده‌کړې کوي.

هغه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر تړل‌کېدو نیوکه وکړه او ويي ویل، د اسلامي امارت له لوري د ښوونځیو تړل‌کېدو له امله یې دیني مدرسه پیل کړې ده.‎

حق‌شناس زیاته کړه، له یوه کال راهیسې یې په دغه مدرسه کې درې سپارې قران‎کریم په تجوید حفظ کړی او د مدرسې له درسي بهیر څخه خوشحاله ده.

نوموړې وویل چې په ښوونځي کې هم دیني مضامین تدریسېدل او هلته یې هم ډېر دیني مسایل زده‌کړي دي.

حق‌شناس د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «د قیامت ورځ شته، هغه داسې ورځ ده چې ټول انسانان باید ځواب ورکړي او اسلامي امارت هم باید ځواب ووايي چې ولې یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.»

سویتا رحیمي چې د بي‌بي حفصې عالي لېسې د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې ده، له یوه کال راهیسې د بي‌بي حفصې په دیني مدرسه کې زده‌کړې کوي.

هغه وايي: «وروسته له هغه چې د نجونو ښوونځي وتړل شول، مدرسې ته راغلم، کله چې خدای تعالی نجونو ته د تعلیم حق ورکړی، هیڅوک حق نه لري چې دغه حق له دوی نه واخلي.»

رحیمي زیاته کړه چې د ښوونځې په وخت کې یې هم حجاب مراعات کاوه او اوس هم یې هم مراعتوي.

هغه د هلکانو د ښوونځيو پرانيستل او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړل تبعيض او سياسي پرېکړه بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ  د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي؛ ځکه د هغې په وینا، ټولنه ښځینه ډاکترانو او ښوونکو ته هم اړتیا لري.

هغې وویل: «له نجونو د تعلیم حق اخیستل د دوی ژوندي په ګور کولو په معنا ده، زموږ هیله له اسلامي امارته همدا ده چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.»

میترا کريمي چې له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې د ډاکټر محمدشېرزاد په ديني مدرسه کې زده‌کړې کوي وايي، خوشحاله ده چې د لمانځه سورتونه يې په تجويد او ترجمه زده‌کړي دي.

هغه چې د چاریکار د صادقي لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې ده او اوس د ښوونځیو تړل کېدو له امله لېسې ته نه شي تللی، وایي: «موږ ځکه مدرسې ته راځو چې له خپلو زده‌کړو وروسته پاتې نه شم، که دوی زموږ لپاره یوه لاره بنده کړي، نو باید خپلې زده‌کړې له بلې لارې پرمخ یوسو.»

هغه هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې هر څه ژر د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

Views: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.