ګردېز (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې.
د سیدکرم د ولسوال مولوي علي محمد په وینا، د دغې ولسوالۍ په «کوه سین» سیمه کې د اړیکو دفتر/TLO موسسې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سربند جوړولو کارونه نن پیل شول.
هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې د دغه سربند جوړولو چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړی وايي: «د دغه سربند په جوړېدو سره به د سيمې ۱۵ لوی او واړه کلي ګټه پورته کوي او ۵۴۲۰ جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبوي.»
د یاد سربند د جوړونکې موسسې ولایتي مسوول انجنیر شريفالله ايوبي وويل: «دغه سربند به ۱۷ اعشاریه ۶متره اوږدوالی، ۱۰ اعشاریه شپږ متره سور او ۴ اعشاریه ۴ متره ژوروالی ولري.»
د هغه په وینا، یاد سربند به ۱۴۶ متره استینادي دېوال هم ولري چې په جوړېدو سره به يې د ډېرو کلیو کرنیزې ځمکې خړوبې شي.
د یادونې ده، په تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې او ډېری کارېزونه وچ شوي دي.
Views: 924
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن