ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: که د وړیو پر صادراتو بندیز لرې نه شي، له تاوان سره مخ کېږو

سوداګر: که د وړیو پر صادراتو بندیز لرې نه شي، له تاوان سره مخ کېږو

author avatar
14 Jun 2023 - 12:01
سوداګر: که د وړیو پر صادراتو بندیز لرې نه شي، له تاوان سره مخ کېږو
author avatar
14 Jun 2023 - 12:01

کندهار (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): په کندهار کې د وړیو سوداګر وایي، له یوه کال راهیسې بهر ته د وړیو صادرات بند شوي او دا چاره دوی له تاوان سره مخ کوي.

خو بلخوا بیا، د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، دوی ځکه بهر ته د وړیو پر صادراتو بندیز لګولی چې په هېواد کې د غالۍ‌اوبدنې صنعت وده وکړي.

د وړیو یو سوداګر فیض‌الله وایي: «له تېر کال راهیسې زرګونه کیلوګرامه وړۍ راته پاتې دي او په کومه بیه چې موږ رانیولې اوس په هغه بیه نه پلورل کېږي.»

د هغه په وینا، اوسمهال وړۍ پېرېدونکي نه لري، ځکه نه په داخل کې ډېر کارول کېږي او نه هم بهر ته صادریږي.

نوموړي زیاته کړه: «وړۍ دې یا حکومت زموږ څخه واخلي او یا دې یې صادرات ایله کړي، زموږ ډېری وړۍ پاتې دي او خرڅېږي نه؛ نو موږ په دغو وړیو څه وکړو.»

په کندهار کې د وړیو د سرای مشر عبدالجلیل هم وایي، په هېواد کې هره ورځ له پسونو څخه ډېرې وړۍ ترلاسه کېږي، خو ۵۰ سلنه یې په کور دننه د غالیو لپاره نه کارول کېږي.

هغه وویل: «زموږ وړۍ بیخي ډېرې دي، ګودامونه مو ټول ډک کړي، په هېواد کې داسې فابریکې نشته چې دا ټولې وړۍ پکې استعمال شي؛ نو زموږ غوښتنه له اسلامي امارت څخه دا ده چې د وړیو صادراتو ته اجازه ورکړي.»

سوداګر وایي، دا مهال په غالیو کې د سپینو وړیو کارېدونکي تار یو کیلوګرام له ۲۵۰ تر ۲۷۰ افغانیو پلورل کېږي چې دا ډېره ټيټه بیه ده.

بلخوا کوچیان بیا وایي چې د پخوا په پرتله د وړیو بیه لوړه شوې؛ ځکه د ځینو موسسو په همکارۍ اوس دوی د وړیو په برخه کې عامه پوهاوی ترلاسه کړی، تورې او سپينې وړۍ سره بېلوي او بیا یې پر سوداګرو پلوري.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی او کوچی عبدالغفار په دې اړه وایي: «پخوا موږ تورې او سپينې وړۍ په یوه بیه ورکولې، یو کیلو تر پنځوس افغانۍ لوړې نه خرڅېدلې، خو اوس یو کیلو په ۲۵۰ راڅخه اخلي.»

په ورته مهال، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي چې په هېواد کې د وړیو تولید ډېر دی، نو باید د کارونې لپاره یې لارې چارې ولټول شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، په هېواد کې هره ورځ زرګونه پسونه حلالېږي او هر کال زرګونه ټنه وړۍ راټولېږي، نو باید د بازارموندنې لپاره یې کار وشي.

هغه زیاته کړه: «که چېرې دا صادرات لا هم بند وي، نو باید د هغه عامو خلکو یا کوچیانو د وړیو لپاره بازارموندنه وشي چې هغوی وړۍ په یوه من او دوه منه راټولوي او د دوی مشکل هم باید په نظر کې ونیول شي.»

د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین بیا وایي، اړوند وزارت د وړیو پر صادراتو ځکه بندیز لګولی څو په هېواد کې یې بیه ټيټه شي او د غالۍ‌اوبدنې صنعت وده وکړي.

په کندهار کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست سرپرست مولوي نصرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د غالیو ۱۸۶ زره ۳۱۳ کیلوګرامه تار د ۹۴۳ زره ۲۴ ډالرو په ارزښت صادر شوي وو، خو سږ کال هیڅ صادرات نه دي شوي.

هغه زیاته کړه: «پخوا د غالیو د تار قیمت له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ افغانۍ پورې و، خو اوس له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ افغانیو پورې دي؛ وزارت هم صادرات ځکه بند کړي چې په هېواد کې د غالیو لرغونی صنعت وده وکړي.»

د یادونې ده، غالۍ‌اوبدنه د افغانستان یو لرغونی صنعت دی چې په نړۍوال مارکېټ کې ډېر شهرت لري.

Views: 213

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.