تالقان (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د تخار ولایت یو شمېر ځوانانو د چاپېریال ساتنې او د دغه ولایت لرغونو سیمو ته د ډېرو سیلانیانو جلبولو په موخه په فرخار او ورسج ولسوالیو کې پر دېوالونو د نقاشۍ چاره پیل کړې ده.
د دغه پروګرام مسوول ثناالله ادیب چې د تخار ولایت اوسېدونکی او اوسمهال په یوه بهرني هېواد کې مېشت دی وایي: «په دغو شرایطو کې چې خلک د بېوزلۍ له امله اندېښمن دي، موږ هڅه وکړه چې پر دېوالونو د نقاشۍ پروګرام پیل کړو چې خلکو ته د چاپېریال ساتنې او ارامتیا او خوښۍ پیغام لري.»
نوموړي زیاته کړه، د تخار ورسج او فرخار ولسوالۍ له ډېرو طبیعي جاذبو او ګرځندوی ځایونو څخه برخمنې دي، نو له همدې امله یې په دغو دوو ولسوالیو کې پر دېوالونو د نقاشۍ اقدام وکړ، څو پانګهوال وهڅول شي او د ګرځندویانو لپاره د مناسبو ځایونو جوړولو برخه کې لاس په کار شي.
د تخار ولايت يو بل ځوان صبرالدين ساويز وايي، د دغه پروګرام اصلي موخه د یادو ولسواليو د ښکلاګانو ښودنه، د چاپېريال ساتنه، دغو سيمو ته د ډېرو سيلانيانو راجلبول دي او په دغو ولسوالیو کې به د نقاشۍ بهير دوام ولري.
هغه زیاتوي چې ځوانان په هر راز شرایطو کې د هېواد د اصلي فرهنګ ودې، ابادۍ او پراختیا برخو کې اساسي رول لرلی او اړتیا ده چې د حکومت له خوا یې ملاتړ وشي.
په ورته وخت کې، د تخار ځایي مسوولین د دې ترڅنګ چې د ځوانانو دغه اقدام ستايي خو وایي چې داسې پروګرامونه همغږۍ ته اړتیا لري.
د تخار د چاپېریال ساتنې رییس ډاکټر احمد زبیر له یاد پروګرام څخه د هرکلي ترڅنګ وایي، هغه ځوانان چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې هڅه کوي، حکومت پروګرام لري څو له دوی سره د تحصیلي بورسونو برابرولو او نورو برخو کې همکاري وکړي او هغوی ته د لا پرمختګ زمینه برابره کړي.
هغه وویل، ټول خلک په ځانګړي ډول ځوانان باید له ځایي حکومت سره د چاپېریال ساتنې برخه کې جدي همکاري وکړي.
خو بلخوا بیا، د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ذبیحالله انصاري وایي چې دغه ډول فرهنګي پروګرامونه باید له دې ادارې سره په همغږۍ ترسره شي، څو د حکومت د پالیسۍ خلاف پیغامونو د خپرېدو مخنیوی وشي.
هغه دغه راز ورسج او فرخار ولسوالۍ د داخلي او بهرنیو ګرځندویانو لپاره یو ښه ځای وباله او ډاډ ورکوي چې د داسې فرهنګي اقداماتو برخه کې تر خپل توان هراړخیزه همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تخار د افغانستان په شمالختیځ کې یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې ګڼ تاریخي، تفریحي او د لیدو وړ ځایونه لري او تل او تاریخي او لرغوني سیمې لري چې تل د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د شتوالي شاهد و.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن