کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د هند لس زره ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته رسېدلي دي.
دغه سازمان نن د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکي چې ټاکل شوې دغه غنم په ټول هېواد کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د دغو غنمو کچه لس زره ټنه یاده کړې او ویلي یې دي چې د چابهار بندر له لارې هرات ولایت ته رسېدلي دي.
دا د هند پنځمه بشري خوراکي مرسته ده چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.
له دې مخکې هند په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې اعلان کړی و چې له افغانستان سره د څه باندې ۴۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن