Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند له افغانستان سره د لس زره ټنه غنمو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې د هند لس زره ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته رسېدلي دي.

دغه سازمان نن د یوه ټویټ  په خپرولو سره لیکي چې ټاکل شوې دغه غنم په ټول هېواد کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دغو غنمو کچه لس زره ټنه یاده کړې او ویلي یې دي چې د چابهار بندر له لارې هرات ولایت ته رسېدلي دي.

دا د هند پنځمه بشري خوراکي مرسته ده چې  د چابهار بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.

له دې مخکې هند په ۲۰۲۲ مېلادي کال کې اعلان کړی و چې له افغانستان سره د څه باندې ۴۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.