ژبه

درانی: د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنې ته باید مناسب چاپېریال برابر شي

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د ګاونډیو هېوادونو له لوري په یو وخت کې پر رسمیت وپېژندل شي، خو په وینا یې چې رسمیت پېژندنې ته باید مناسب چاپېریال برابر او وضعیت ښه شي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني دغه څرګندونې له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

رسنیو لیکلي، د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د ګاونډیو هېوادونو له لوري په یو وخت کې په رسمیت وپېژندل شي خو په وینا یې، «د طالبانو رسمیت پېژندنې» ته باید مناسب چاپېریال برابر او وضعیت ښه شي.

دراني زیاته کړې، افغانستان او پاکستان به د پاکستاني طالبانو تحریک مسئلې ته په ګډه رسېدنه وکړي؛ ځکه په وینا یې د امنیت ښه‌والی د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

login or register a new account.