ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتي خدمتونو نشتوالی؛ د فراه ګلستان کې خلک اوس هم یو بل ته لیک لېږي او سټلایټ ټیلېفونونه کاروي

د مخابراتي خدمتونو نشتوالی؛ د فراه ګلستان کې خلک اوس هم یو بل ته لیک لېږي او سټلایټ ټیلېفونونه کاروي

author avatar
17 Jul 2023 - 11:58
د مخابراتي خدمتونو نشتوالی؛ د فراه ګلستان کې خلک اوس هم یو بل ته لیک لېږي او سټلایټ ټیلېفونونه کاروي
author avatar
17 Jul 2023 - 11:58

فراه (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د فراه د ګلستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو شلو کلونو کې له مخابراتي خدمتونو محروم پاتې دي او اوس هم د سټلایټ ټیلېفونونو او لیک په وسیله له یو بل سره اړیکې ټينګوي.

د ګلستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جواد حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په ولسوالۍ کې هيڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي، خلک له خپلو خپلوانو سره د لیک (خط) له لارې اړیکه ټینګوي.»

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ په مرکز کې ځيني شتمن خلک د سټلایټ ټیلېفون په وسیله اړیکې نیسي او خپلې ستونزې حل کوي خو نور خلک چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی، اوس هم له یو بل سره د لیک په وسیله رابطه کوي.

هغه له حکومته وغوښتل چې یادې ولسوالۍ ته مخابراتي خدمات ورسوي.

دغه راز د ګلستان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی نقیب‌الله وايي: «په ولسوالۍ کې مو د مخابراتي شبکو هيڅ انتن نشته، کله کله اوازه شي چې انتونه نصبېږي خو بېرته خبره ورکه شي.»

هغه زیاتوي، ډېر خلک له خپلو خپلوانو سره یا د لیک له لارې اړیکه نیسي او یا د ولسوالۍ مرکز ته ځي او د پیسو په بدل کې د سټلایټ له لارې خپله ستونزه حلوي.

د هغه په وینا، حکومت خلکو ته د مخابراتي خدمتونو برابرولو مسوولیت لري او باید دغه کار وکړي.

د دې ولسوالۍ د سیاه‌ګوشې کلي مشر او سپين‌ږیري حاجي غفور وویل، دوی په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوي او خلک يې له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي.

هغه زیاته کړه، تېر شل کاله دغه ولسوالي له مخابراتي او نورو خدمتونو بې‌برخې پاتې شوې، اوس باید حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه ډېره کړي.

د هغه په خبره: «کله چې یو ناروغ یا یو مسافر له خپل کوره ځي څو چې خپله بېرته نه وي راغلی کورنۍ يې له حاله نه خبرېږي.»

بلخوا د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست هم مني چې ګلستان یوه محرومه ولسوالي ده او په تېرو شلو کلونو کې هیڅ ډول خدمت ورته نه دی شوی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس عبدالمجید ابوذر پژواک ته وویل: «په ګلستان ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات نشته خو موږ دا موضوع له مرکز سره شریکه کړې او هیله لرو چې د دې ستونزې د حل لپاره ژر اقدام وشي.»

هغه، د مخابراتي خدمتونو چارې له مرکزه رهبري کېږي او په وینا يې، اوس د کندهار زون په ځينو سیمو کې سایټونه جوړېږي او ورپسې به د فراه په ګلستان کې هم کار پيل شي.

هغه وویل، په پام کې لري چې لومړی د سلام شبکې پر مټ د ولسوالۍ مرکز او ورپسې نورې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي.

Views: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.