چاریکار (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز چاريکار ښار درېیمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د درېيو ښځو په ګډون نهه کسان د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه کسان د پنجشبنې په ورځ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د لالا میرخان کلا سیمه کې نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي: «د یادې حوزې مسوولینو د یوه کشفي راپور پر اساس په یاده سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې نهه تنه د اخلاقي فساد په تور ونیول شول چې درې ښځې او شپږ نارینه دي او دوى هغه مهال ونیول شول چې ټول په یوه اطاق کې د نشې په حالت کې وو.»
خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 417
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن