هرات (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۲): د هرات امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست موسیقي غږول د ځوانانو د بېلارۍ او د ټولنې د تخریب لامل ګڼي او وایي چې د موسیقۍ یو شمېر هغه الې او وسایل یې سوځولي چې د دې ادارې محتسبینو راټول کړي وو.
د هرات د امر بالمعروف رییس شیخ عزیزالرحمن المهاجر وایي، دغه الې او وسایل د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د دې ادارې د محتسبینو له خوا راټول شوي وو چې نن د هرات په مرکز کې وسوځول شول.
د هغه په خبره، موسیقي او اورېدل یې حرام دي او له هغو کسان سره به قانوني او شرعي چلند وشي چې د موسیقۍ الې او وسایل پلوري.
د هرات امر بالمعروف د موسیقۍ دودول فساد ګڼي او د موسیقۍ غږول د ځوانانو د بېلارۍ او د ټولنې خرابېدو لامل ګڼي.
د دغه ولایت یو محلي سندرغاړی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم ذکر شي، د امر بالمعروف د دغه اقدام په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، په دې ډول کړنو سره به تر ډېره په هېواد کې د موسیقۍ لرغونی تاریخ له منځه ولاړ شي.
هغه له دې ادارې غواړي څو د هغو هنرمندانو چې په هېواد کې ژوند کوي، درناوی وکړي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن