د هرات امر بالمعروف ریاست د موسیقۍ یو شمېر الې او وسایل وسوځول
د هرات امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست موسیقي غږول د ځوانانو د بېلارۍ او د ټولنې د تخریب لامل ګڼي او وایي چې د موسیقۍ یو شمېر هغه الې او وسایل یې سوځولي چې د دې ادارې محتسبینو راټول کړي وو.






