کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د ښځو او بشري حقوقو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې د قطر بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې سره یې له افغان ښځو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقوقو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې ویلي، د قطر بهرنیو چارو د وزیر له مرستیالې لولهالخاطر سره یې لیدلي دي.
هغې لیکلي، په یاده لیدنه کې د زدهکړو په برخه کې له افغان ښځو او نجونو د ریښتیني ملاتړ او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.
ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې په دوحه کې یې د سرپرست حکومت د استازو سره د افغانستان د ګټو په اړه دوه ورځنۍ غونډې پای ته رسولې دي.
هغه څرګنده کړې: «موږ د هېواد اقتصادي وضعیت، بشري حقوقو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول ګډون حکومت او له نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه بحث وکړ.»
د هغه په وینا، د افغانستان له خلکو د ملاتړ او ګټو خوندي کولو لپاره د داسې غونډو او دیالوګونو دوام ته اړتیا ده.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن