ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي: خلک او حکومت دې د اوبو له بې‌ځایه استفادې مخنیوی وکړي

د بلخ اوسېدونکي: خلک او حکومت دې د اوبو له بې‌ځایه استفادې مخنیوی وکړي

author avatar
6 Aug 2023 - 16:14
د بلخ اوسېدونکي: خلک او حکومت دې د اوبو له بې‌ځایه استفادې مخنیوی وکړي
author avatar
6 Aug 2023 - 16:14

مزارشریف (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۲): د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د اوبو کچې پر ټيټېدو اندېښنه ښيي او وايي چې خلک او حکومت بايد د اوبو د بې‌ځایه استفادې مخه ونیسي.

دوی دغه راز زیاتوي، خلک د اوبو له څا‌ګانو د کرنې، صنعت، موټرمینځلو او نورو برخو کې په بې‌رحمۍ استفاده کوي او دا چاره د انساني ناورین رامنځته کېدو لامل ګرځېداى شي.

د اړوندې موضوع په اړه د مزار ښار اوسېدونکي عبدالمومن مجیدي پژواک ته وويل چې په ښار او نورو سيمو کې يو شمېر کسان د موټرو مینځلو لپاره د څښاک له اوبو استفاده کوي.

مجیدي دا چاره اصراف او ګناه ګڼي او له حکومته غوښتنه کوي چي مخه یي ونیسي.

د دغه ښار بل اوسېدونکی محمدعارف هم وایي چې افغانستان او ټوله نړۍ کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ورځ تر بلې ټيټېږي نو باید له اوبو سره ډېر احتياط وشي.

هغه وایي، نړۍ یې د مخنیوي لپاره هڅه کوي خو په افغانستان کې برعکس خلک د کرنې، صنعت، حمامونو او موټر منځولو لپاره د څښاک له پاکو استفاده کوي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د څښاک له اوبو د موټر مینځلو او نورو برخو کې یې له بېځایه استفادې مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې د مزارشریف ښار یوه موټرمینځونکي عبدالحي پژواک ته وويل چې دوی هره ورځ له اتیا تر سلو پورې موټرمینځي چې پر هر موټر شاوخوا ١٠ لېتره اوبه مصرفېږي.

هغه زیاتوي، دوی له خوږو اوبو ځکه استفاده کوي چې تروې اوبه موټر لکه کوي او سم نه مينځل کېږي.

بلخوا په افغانستان کې د اوبو چارو کارپوه محمدنظیم سمون پژواک ته وويل چې د ځمکې لاندې اوبو ته د ټولې نړۍ تقاضا مخ پر زیاتېدو ده او لامل هم د نفوس زیاتوالی او اقلیمي بدلون دی.

سمون زیاتوي چې په نړۍ کې ډېر هېوادونه د ځمکې لاندې له اوبو یوازې د څښاک لپاره ګټه اخلي چې دا يو بنسټيز کار دى.

هغه وايي: «خو د معمول روش خلاف، په افغانستان کې د ځمکې لاندې د صنعت، کرنې، موټرمینځلو او نورو برخو کې استفاده کېږي چې دا به په راتلونکي کې لوی انساني ناورین رامنځته کړي.»

د هغه په وینا، په اوسط ډول هر کال نږدې دوه متره د اوبو کچه کښته کېږي چې حکومت یې باید د مدیریت لپاره یو لړ جدي اقدامات ترسره او محدودیتونه وضع کړي.

په همدې حال، د شمال سیندیزې حوزې رییس عبدالحکیم حکمت هم په دې اړه اندېښنه ښيي او وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د بلخ په ګډون شمالي ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له درې تر څلور مترو پورې ښکته شوې ده.

خو حکمت وایي، د دغو اوبو مدیریت په موخه یې شمالي ولایتونو کې ۱۴ چک‌ډیمونه جوړ کړي او هم هڅه کوي څو د مېټرونو په نصبولو سره د اوبو د استفادې د کنټرول برخه کې د پام وړ بدلون راولي.

بلخوا د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم عابد وایي چې په دغه ولایت کې د موټرمینځلو یې شاوخوا ۳۰ موټرو ته جوازونه ورکړي خو سپارښتنه یې ورته کړې څو له هغو پايپونو او ماشینونه استفاده وکړي چې فشار یې ډېر او ضایعات یې کم وي.

بلخ کې دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د دغه ولایت په ګډون د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ډېری خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

Visits: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.