ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان په کوه‌ صافي کې یو بزګر وژل شوی

د پروان په کوه‌ صافي کې یو بزګر وژل شوی

author avatar
7 Aug 2023 - 10:20
د پروان په کوه‌ صافي کې یو بزګر وژل شوی
author avatar
7 Aug 2023 - 10:20

چاریکار (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): پروان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کوه‌صافي ولسوالۍ کې یو بزګر په خپل باغ کې په ډزو وژل شوی دی.

د پروان امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون (د زمري ۱۵مه) له غرمې وروسته د کوه‌صافي ولسوالۍ د ملااحمدخېلو په کلي کې شوې ده.

سرچينې لیکلي، وژل شوی کس چې د باعس‌خېلو کلي اصلي اوسېدونکی و او په ملااحمدخېلو کلي کې یې دهقاني درلوده، په باغ کې د تومانچې پر ډزو وژل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پېښې په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

Views: 482

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.