کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت بیا واکمنېدو دویم کال له پوره کېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.
هغه تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي بندیزونه د ژورې اندېښنې وړ بللي دي.
ګوټریش زیاته کړې، نړۍواله ټولنه دې د افغانستان خلک نه هېروي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا اندېښنه په داسې حال کې څرګندوي چې پرون (سهشنبه، د زمري ۲۴مه) د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ په دوه کلنۍ کېدو سره خلک په تمه وو چې د نجونو پر مخ به د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي خو داسې ونه شول.
مخکې له دې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم ویلي وو چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض (gender apartheid) په اړه بحث اړین دی.
خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو تامین ته ژمن دي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن