اسعداباد (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د کونړ یو شمېر کروندګر له حکومته غواړي چې د دوی للمي ځمکو ته د دغه ولایت له سینده کانال تېر کړي.
هغوی وايي، د کونړ سیند تر څنګ يې ډېرې شاړې ځمکې شته خو د کانال تېرولو توان نه لري.
بلخوا د دغه ولایت د کرنې ریاست وايي، د کونړ سیند پر غاړه شاوخوا ۶۳۰۰ جریبه شاړه ځمکه موجوده ده.
د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ملک خان باچا پژواک خبري اژانس ته وویل، د کونړ سیند پر غاړه ډېرې ځمکې لري خو د اوبو نشتولي له امله شاړې پاتې شوي.
هغه له حکومت او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د دوی ځمکو ته دې له سینده کانال تېر کړي څو له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره او له بلې خوا شاړې ځمکې د کښت لپاره برابرې شي.
د دغه ولایت د مرورې ولسوالۍ د لاهورډاک سیمې اوسېدونکي عبدالکبیر هم وویل، د شاړو ځمکو تر څنګ د کونړ لوی سیند بهېږي خو دوی د دې توان نه لري چې خپلو ځمکو ته کانال تېر کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د دوی په ولایت کې په تېرو کلونو کې د زراعت مکانیزه کولو لپاره هیڅ بنسټيز کار نه دی شوی او هیله يې وښوده چې حکومت د کرنې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.
بلخوا د کونړ کرنې ریاست هم د خلکو د شکایتونو د منلو ترڅنګ وايي، که شاړو ځمکو ته د خړوبولو زمینه برابره شي نو دغه ولایت به له زراعتي پلوه پر ځان بسیا شي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د زراعتي خدماتو او ترویج امر نجیبالله پژواک ته وویل، د کونړ سیند پر غاړه شاوخوا ۶۳۰۰ جریبه شاړې ځمکې پرتې دي چې دوی يې د خړوبولو لپاره د کانال جوړولو هڅه کوي.
هغه وايي، که د دغه ولایت شاړې ځمکې حاصل ته برابرې شي نو د کرنې په برخه کې به پر ځان بسیا شي.
په ورته مهال د کونړ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسولین هم وایي چې دغه ولایت کې د للمي ځمکو د خړوبولو په موخه يې هڅې پېل کړي او په نږدې راتلونکي کې به نوي کانالونه جوړ کړي.
د دغه ادارې رییس دوستمحمد حنیف پژواک ته وویل: «موږ د للمي ځمکو د اوبه کولو لپاره له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه کړې، د کابو ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ په درېیو ولسوالیو کې چې د جمهوریت پرمهال د للمي ځمکو د خړوبولو په موخه کومې شبکې جوړې شوې وې د فعالیدو په برخه کې مو هم هڅې پېل کړې دي.»
د یادونې ده، د تېرو څه باندې څلور لسیزو جګړو له امله د نورو برخو ترڅنګ د هېواد زراعت هم زیانمن شوی او په ډېرو سیمو کې خلک د بندونو جوړېدو غوښتنه کوي.
Views: 154
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن