ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

21 Aug 2023 - 16:58
21 Aug 2023 - 16:58

قلعه‌نو (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د مجهز روغتیایي مرکزونو له نشتوالي شکایت کوي خو د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، د دې ستونزې د حل لپاره یې اقدام کړی دی.

د غورماچ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سلطان احمد پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، په دې ولسوالۍ کې د درملنې هیڅ مجهز روغتیایي مرکز نشته دی.

هغه زیاته کړه، که څه هم په یادې ولسوالۍ کې د درملنې یو روغتیایي مرکز شته خو په هغه کې د اړتیا وړ طبي تجهیزات او متخصص ډاکټر شتون نه لري.

نوموړي زیاته کړه، دوی اړ دي چې د متخصصینو او مجهز روغتیایي مرکزونو نشتوالي له امله ساعتونه مزل وکړي او د ولایت مرکز ته ولاړ شي.

سرچینې ادعا کړې، ځیني ناروغان یې د ولایت مرکز ته د وړلو پر مهال په لار کې ساه ورکوي.

هغه زیاته کړه: «یو کلینیک لرو، هغه هم ډېر ضعیف دی، سم ډاکټران نه لري، له مرکزه هم ډېر واټن لرو او زموږ د ولسوالۍ لاره هم ډېره خرابه ده، ډېری وخت خپل ناروغان فاریاب ته وړو، له دولته تمه لرو چې موږ ته کلینیکونه فعال کړي.»

د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي نورالله، د عامې روغتیا وزارت د یادې ولسوالۍ په برخه کې په بې‌غورۍ تورنوي.

هغه وایي، تېر نظام هم د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو د حل په برخه کې کوم اقدام ونه کړ او اوس هم دوی ته پاملرنه نه کېږي.

د نوموړي په خبره، سره له دې چې د غورماچ ولسوالۍ نفوس ډېر دی خو بیا هم هلته یو کلینیک فعالیت کوي چې یوازې لومړني امکانات لري او متخصص ډاکټران په کې نشته دي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه زموږ ولسوالۍ ته هیڅ پامرنه نه ده شوې، سم کلینیک نه لرو، سم ډاکټر نه لرو، غوښتنه مو همدا ده چې سم او مجهز کلینیک او متخصص ډاکتران موږ ته وګومال شي څو ستونزې مو حل شي.»

دواړه سرچینې تمه لري چې د روغتیايي خدماتو برابرولو په برخه کې مسوول بنسټونه باید اقدام وکړي او په طبي وسایلو سمبال د درملنې مرکزونه جوړ کړي.

په ورته مهال، بادغیس کې ډاکتران وايي، دا چې خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لری، نو ښايي له دې امله خپل ناروغان له لاسه ورکړي.

د ماشومانو داخله ناروغیو متخصص ډاکتر محمدیعقوب سینا پژواک ته وویل، دومداره ناروغۍ لکه د وینې لوړ فشار، تنفسي او د زړه ناورغیو د شدت پر مهال له روغتیايي مرکز څخه د ناروغ لرې‌والی ښايي د دې لامل شي چې ناروغ ژوند له لاسه ورکړي.

سرچینې زیاته کړه: «په بیړنیو نارغیو اخته کسان د ناروغي د شدت پر مهال باید ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته لاړ شي، ان ځیني ناروغان باید په څو دقیقو کې ډاکتر ته یووړل شي او درملنه یې وشي، که کلینیک ته ونه رسیږي، نو ناروغ له منځه ځي.»

له دې سره سره، د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین په غورماچ ولسوالۍ کې روغتیايي ستونزې او د مرکزونو کمښت ستونزې تاییدوي.

د بادغیس عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر عجب‌خان حمیدي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې دوه روغتیايي مرکزونه شته چې د نفوس تراکم له امله د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه زیاته کړه: «موږ دغه ستونزه له مرکز سره شریکه کړې او د غورماچ کلینیک منظوري راغلې چې ارتقا وکړي، موږ هڅه کوو چې د غورماچ ولسوالۍ د خلکو ستونزې هوارې کړو.»

د هغه په خبره، ټاکل شوې په غورماچ کې شته روغتیايي مرکزونه ارتقا وکړي او په دې ولسوالۍ کې څو نور روغتیايي مرکزونه هم جوړ شي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version