کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر سهیل محمود په مشرۍ له پلاوي او ورسره کابل کې د دغه هېواد شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
متقي وویل، افغانستان او پاکستان دوه وروڼه او ګاونډي هېوادونه دي او ګڼ مشترکات لري؛ نو ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ رابطه هم پر ښه ګاونډیتوب او تفاهم ولاړه ده.
د هغه په وینا، دا چې ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.
دا په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان په ناامنیو کې افغانان لاس لري، خو کابل بیا بیا دغه ادعاوې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو ناامنیو پړه پر افغانستان نه اچوي.
متقي یاد پاکستاني پلاوي ته ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات زموږ ستر ارمان و چې الحمدلله نن سوله او ثبات په افغانستان کې ټینګ شوي او زموږ ارمان دا هم دی چې په ټوله سیمه کې سوله او ثبات ټینګ وي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د ګڼو لاسته راوړنو په لړ کې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو په برخه کې هم ډېر پرمختګونه لرلي او د افغانستان جغرافیایي موقعیت د دواړو هېوادونو لپاره ګڼ فرصتونه رامنځته کړي چې باید ګټه ترې واخیستل شي.
متقي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی او ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هیچا ته هم زیان نه رسېږي.
هغه زیاته کړې: «موږ باید د یو بل پر نېک نیت شک ونه لرو او د هر ډول چیلنجي مواردو مخنیوی وکړو.»
د تکل د معلوماتو له مخې، د پلاوي مشر سهیل محمود په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو یادونه کړې او ویلي یې دي: «د اسلامي امارت له راتګ سره د وینې بهېدنې مخنیوی، په هېواد کې سراسري امن، د نشهیي توکو پر کښت بندیز او کمښت، د اداري فساد له منځه تګ، اقتصادي چارو ته توجه او داسې نور مثبت پرمختګونه د ستایلو دي.»
د تکل د معلوماتو له مخې، محمود پاکستان کې امنیتي پېښو او هلته د امنيتي وضعیت اړوند تشویشونو ته په اشاره ویلي: «موږ هیله لرو چې شته ستونزې د تفاهماتو له لارې هوارې شي.»
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن