د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له پاکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، ځینې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي، نو باید د لفظي شخړو او رسنیزو بیانونو پر ځای د دغو ستونزو عوامل پیدا شي.