[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۲): د ډنمارک حکومت اعلان کړی، پر داسې قانون کار کوي څو له مخې یې په دغه هېواد کې د قرانکریم او نورو مقدسو کتابونو د نسخو پر سوځولو بندیز ولګول شي.
د امریکا غږ د خبر له مخې، د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ د جمعې په ورځ (د زمري ۳مه) خبریالانو ته وویل، حکومت یې داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې «له مذهبي مقدساتو سره نامناسب چلند منع دی.»
هغه زیاته چې د دغه قانون هدف په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د مقدسو کتابونو سوځولو او بې حرمتۍ مخنیوی دی.
هملګارډ وویل چې د قرانکریم نسخو سوځول «له سپکاوي ډک او بېرحمه عمل» دی چې «ډنمارک او د ډنمارک ګټو ته زیان رسوي.»
نوی قانون به د ډنمارک د جزا قانون په دوولسم فصل کې شامل شي، کوم چې ملي امنیت پوښي.
هملګارډ وویل چې د قران په سوځولو د بندیز «انګېزه» ملي امنیت ته پېښ ګواښونه وو.
هغه وویل: «موږ نشو کولی لاس تر زنې کښېنو، په داسې حال کې چې یو شمېر کسان هر هغه څه کوي چې د خلکو احساسات او له تاوتریخوالي ډک غبرګونونه راوپاروي.»
د دغه قانون له مخې به انجیل، تورات، صلیب او نورو مقدسو مذهبي کتابونو او نښو ته هم سپکاوی منع وي.
د دغه قانون ماتوونکي به له نغدي جریمې او دوه کاله بند له سزا سره مخ شي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې په سويډن، ډنمارک او هالنډ هېوادونو کې د قرانکریم نسخې سوځول شوې چې په نړۍ کې یې د مسلمانانو غوسه راپارولې ده.
[/restrict]
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن