پلخمري (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د بغلان چارواکي وايي، د دغه ولایت په بنو ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې شپږ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت د بنو ولسوالۍ په ګلان سیمه کې د کرولا موټر چپه کېدو له امله د دوه ښځو او یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم د پېښې په تایيدولو سره پژواک ته وویل، یو کرولا موټر چې د یوې کورنۍ غړي په کې سپاره وو او له کابل څخه کندوز پر لاره و، له سړک څخه تر ښويېدو وروسته سیند ته غورځېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ کسان مړه شوي دي.
نوموړي د ټپيانو شمېر څلور تنه وښوده.
دوه اونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې د موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه شوي وو.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن