ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو شمېر خلک د درملو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

6 Sep 2023 - 14:29
6 Sep 2023 - 14:29

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

 هلمند کې سیمه‌ییز مسوولین وايي، یوه اوونۍ وړاندې يې د بې‌کیفیته درملو د پلورلو په تور یو کس عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلی دی.

د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ د لویې څلور لارې یوه اوسېدونکي نقیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «دوې ورځې وړاندې مې کور کې یو ناروغ درلود، ډاکتر راته نسخه ولیکله او له بازاره مې پر ۵۰۰۰ افغانۍ درمل واخیستل خو هیڅ ګټه يې ونه کړه.»

هغه ادعا کوي، درملو د ده پر ناروغ ځکه اغېز نه دی کړی چې په وینا يې کیفیت خراب و.

هغه د عامې روغتیا له مسوولینو غواړي چې په بازار کې د درملو کیفیت او بيې کنټرول کړي.

دغه راز د لښکرګاه ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وویل، درمل دومره بې‌کیفیته دي چې ناروغانو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي.

د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې یوه اوسېدونکي حاجي محمدامین هم پژواک ته وویل، عام خلک د درملو په کیفیت نه پوهېږي، په خبره يې، ډېری وخت له بازاره درمل اخلي خو پر ناروغ مثبت اغېز نه کوي.

هغه زیاتوي چې حکومتي مسوولین په تېره بیا د عامې روغتیا ریاست باید په بازار کې د شته درملو کیفیت او بيې کنټرول کړي.

ډاکټران هم د بې‌کیفیته درملو خوړل خطرناک ګڼي او وايي، تر وخت تېر او بې‌کیفیته درملو خوړل ان د ناروغ د مرګ لامل هم کېدای شي.

په لښکرګاه ښار کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر احمدضیا حبيبي پژواک ته وویل: «که چیرې یو ناروغ ته د هغه ناروغۍ مطابق درمل هم ورکړل شي او هغه تر وخت تېر وې هغه درمل د نورو ناروغیو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي، ان تر دې چې د ځینو ناروغانو د مړینې لامل کېدای شي.»

نوموړي هم له مسوولینو وغوښتل چې په بازار کې د درملو کیفیت وڅاري او سرغړونکي دې د قانون منګلو ته وسپاري.

بلخوا د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید په دغه ولایت کې د بې‌کیفیته درملو شتون تاییدوي، خو وايي دوی په جدي توګه پلټنه پيل کړې او سرغړونکي د قانون منګولو ته سپاري.

هغه زیاته کړه: «بلکل دا مشکلات شته موږ یو تن د بې‌کیفیت درملو پلورلو په تور نیولی، داسې دوا یي راوړې وه چې له طبي اصلو سره يې هیڅ سمون نه درلود او دغه کس مو عدلي او قضايي ارګانونو ته په لاس ورکړ.»

هغه وايي، که نور کسان هم هلمند ته بې‌کیفیته درمل راوړي نو د دوی له خوا به محکمې ته ور وپېژندل شي.

Views: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version