ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې یو شمېر خلک د درملو بیو له لوړالي شکایت کوي

5 Dec 2023 - 14:14
5 Dec 2023 - 14:14

پل‌علم (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): لوګر کې یو شمېر خلک ادعا کوي چې شخصي درملتونونه بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر مرکز پل‌علم کې یوه ناروغ بسم‌الله پژواک ته وویل، پل‌علم ښار او د ولسوالیو په شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپلسر نرخونه ټاکل کېږي او پر خلکو يې په لوړه بیه پلوري.

هغه وايي: «د خلکو اقتصاد ښه نه دی، نه شي کولای په لوړه بیه دوا واخلي، ما ته ډاکټر نسخه راکړې، درې زره مې یوازې دوا کېږي نو دا به څنګه زه واخیستلای شم.»

دغه راز د پل‌علم یوه بل اوسېدونکي محبت‌خان پژواک ته وویل، د پخوا په پرتله د پل‌علم او ولسوالیو په درملتونونو کې د درملو بیې لوړې شوې دي.

هغه وویل: «درملتونونه په خپلسر درمل پلوري او خپله نرخونه ورته ټاکي، ما په پاکستان کې یو پاکټ د زړه ګولۍ په ۵۰ کلدارۍ اخیستې وې، دوی دلته هماغه ګولۍ په ۵۰ افغانۍ راکړې، کیفیت یې هم ښه نه دی.»

خو د لوګر یوه بل اوسېدونکي حمیدالله بیا پژواک ته وویل، په ولسوالیو کې شخصي درملتونونه پر ناروغانو چې اکثریت یې سواد نه‌ لري، تاریخ تېر درمل پلوري.

دی وايي، د پخوا په پرتله د درملو کیفیت خراب او نرخونه يې لوړ شوي دي.

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د مرکز پل‌علم ښار د سید فرید درملتون یوه کارکوونکي شاه حسین پژواک ته وویل، رښتیا هم په یو شمېر درملتونونو کې پر ناروغانو بې‌کیفیته او په لوړ نرخ درمل پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت ته په کار ده چې د بې‌کیفیته درملو وارداتو او په لوړ نرخ د پلور مخه ونیسي.

دغه راز پل‌علم ښار کې د ادرېس درملتون یوه ډاکټر د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل، د درملو لوړو بیو او کیفیت ستونزه د ښار په نسبت ولسوالیو او کلیو کې ډېره ده.

دی زیاتوي، عامې روغتیا ریاست دې هره میاشت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د درملو کیفیت او نرخونه کنټرول کړي.

خو بل لور ته د لوګر د عامې روغتیا رییس سیدالرحمن قادري پژواک ته وویل، د دوی د څارنې ډله په ښار او ولسوالیو کې د درملو کیفیت او نرخونه وخت په وخت کنټرولوي.

نوموړي زیاته کړه، که چېرې مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې هر شخصي درملتون پر ناروغانو او ناروغ‌لرونکو بې‌کیفیته، تاریخ تېر او په لوړه بیه درمل وپلوري، جدي چلند به ورسره وشي.

لوګر کې داسې مهال د درملو له ټيټ کیفیت او لوړو نرخونو شکایت کېږي چې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کمزوري اقتصاد له امله خلک اړ دي چې ډاکټر ته له ورتګ پرته درملتون ته د درملو اخیستلو لپاره مراجعه وکړي.

Views: 193

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version