د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د دولتي ډيزلي برېښنا د بیو له لوړوالي شکایت کوي
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د یو کیلو واټ دولتي ډیزلي برېښنا بیه څه باندې ۴۰ افغانۍ ده چې دوی یې د پېرلو توان نهلري.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت کې د یو کیلو واټ دولتي ډیزلي برېښنا بیه څه باندې ۴۰ افغانۍ ده چې دوی یې د پېرلو توان نهلري.
د نیمروز مرکز زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په بازار کې د سون توکو د بیو کنټرول غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
کابل ښار کې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د لومړنیو اړینو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت کوي چې د دغه ښار ښاروالۍ د خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي.
د خوست ښار يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو بيو له لوړوالي شکايت کوي او له اړوند مسوولينو یې د کنټرول غوښتنه کوي.
د بادغیس د مرکز قلعهنو ښار ځینې اوسېدوني په داسې حال کې په دغه ولایت کې د غوړو او بورې د بیو له لوړېدو شکایت کوي چې د یاد ولایت ښاروالي د لومړنیو توکو د بیو کنټرول لپاره د یوې کمېټې له جوړېدو خبر وکوي.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېر کال په پرتله د لرګیو بیې لوړې شوې او دوی يې د پېرلو وس نه لري.
نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د لومړنیو او نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی خو د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
لوګر کې یو شمېر خلک ادعا کوي چې شخصي درملتونونه بېکیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي او له هغو هټۍوالو او سوداګرو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.
که څههم چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پنځو کلونو مخکې کچې ته رسېدلی، خو اوس هم د هغه وخت په نسبت له اوبلن ګاز پرته نور نفتي توکي ۴۰ سلنه، هندي بوره څه باندې دوه برابره، نور لومړني خوراکي توکي ۲۴ او سره زر څه باندې ۶۷ سلنه په لوړه بیه پلورل کېږي.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم د ډالرو ارزښت د افغانيو پر وړاندې ټیټ شوی خو د نفتي توکو بیې لا هم لوړې دي او د کنټرول غوښتنه یې کوي.
د روژې میاشتې له رارسېدو سره هممهاله، کابل ښاریان د پیازو او روميانو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، په اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو کې د دغه توکو د پېرلو توان نه لري.
د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د څارویو غوښې بیه لوړه شوې چې ښاروالي یې باید کنټرول کړي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د ډبرو سکرو او سون لرګيو بيې لوړې شوې دي او دوى یې د پېرلو توان نه لري.
نن په کابل ښار کې د روميانو، پيازو او کچالو بيې د تېرې يوې مياشتې په پرتله دوه برابره لوړې شوې دي.
د نیمروز، غور او بادغیس اوسېدونکي د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي څو بیې کنټرول کړي.