ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان په روژه کې د پیازو او روميانو د بیو له لوړېدو شکایت لري

کابل ښاریان په روژه کې د پیازو او روميانو د بیو له لوړېدو شکایت لري

author avatar
29 Mar 2023 - 14:47
کابل ښاریان په روژه کې د پیازو او روميانو د بیو له لوړېدو شکایت لري
author avatar
29 Mar 2023 - 14:47

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د روژې میاشتې له رارسېدو سره هم‌مهاله، کابل ښاریان د پیازو او روميانو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي، په اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو کې د دغه توکو د پېرلو توان نه لري.

د یادو محصولاتو پلورونکي وايي، د تېرو کلونو په لړ کې پاکستان ته د پیازو ډېرو صادراتو له امله افغانستان یې له کمښت سره مخ شوی چې اوسمهال له بهره واردېدل د هغه بیه لوړه کړې ده.

د کابل د سبزیو او مېوې په نړۍوال مارکېټ کې پیاز پلورونکي وايي، نن د وري په ۹مه یو من (۷ کیلوګرامه) سره پیاز په ۴۵۰ افغانۍ، یو من سپین پیاز په ۵۵۰ افغانۍ او یو من رومیان په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د دوی په خبره، په داسې حال کې چې ۷ ورځې مخکې یو من سره پیاز په ۳۷۰ افغانۍ، یو من سپین پیاز په ۴۵۰ افغانۍ او یو من رومیان په ۲۸۰ افغانیو پلورل کېدل.

کابل ښاریان د پیازو او رومیانو د بیو له لوړېدو شکایت لري او د کنټرول غوښتنه یې کوي.

د کابل ښار د کارته‌پروان سیمې اوسېدونکي ذبیح‌الله د پیازو او روميانو د بیې له لوړېدو شکایت لري او وايي، نن یې یو من سره پیاز په ۴۰۰ او نیم من رومیان په ۱۵۰ افغانیو واخیستل.

هغه زیاته کړه: «په روژې مبارکه میاشت کې د بانجان رومي او پیازو بیې ډېرې لوړې شوې، سپین پياز خو هېڅوک نه شي اخیستلای؛ نن مې پوښتنه وکړه یو من سپین پیاز په ۶۰۰ افغانۍ وو.»

نوموړی له کابل ښاروالۍ غواړي چې د توکو بیې دې کنټرول کړي.

د کابل د خیرخانې سیمې د پنجصدفامیلي اوسېدونکې مریم هم د پیازو او رومیانو د بیو له لوړېدو شکایت لري او وايي، نن یې یو چارک پیاز په ۱۴۰ افغانۍ او یو چارک رومیان یې په ۱۰۰ افغانیو اخیستي، په داسې حال کې چې یوه اونۍ مخکې یې بیه دومره لوړه نه وه.

د هغې په وینا، د دغو توکو پلورونکو د روژې میاشتې په رارسېدو سره بیې لوړې کړې چې حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

محمدرقیب چې په یاد مارکېټ کې د ترکاریو هټۍ لري او د سبزیو د صادراتو او وارداتو کار هم کوي وايي، د پیازو بیه له یوې اوونۍ راهیسې د هېواد په بازارونو کې لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د افغانستان پیاز د تېر کال د مني او ژمي موسمونو کې پاکستان ته صادر شول، دا مهال په هېواد کې داخلي پیاز نشته او له بهره واردېږي.

هغه زیاته کړه: «د ژمي په درېیو میاشتو کې مو چې کوم پیاز درلودل، پاکستان راڅخه وپېرل؛ هغه مهال د پیازو ۱۶ منه بورۍ په ۴۰ زره کلدارو پلورل کېده او اوس موږ د بهر پیازو ته اړ یو؛ کوم پیاز چې اوس په بازار کې پلورل کېږي، د هندوستان او ازبکستان دي.»

دغه‌راز د کابل ښار د ګولايي په درېیمه حصه کې یوه پیاز پلورونکي محمدنادر وویل، نن یو من رومیان په ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېره اونۍ یو من په ۲۸۰ افغانۍ پلورل.

هغه هم د پیازو بیې لوړېدو لامل په هېواد کې د هغه نشتوالی وباله او زیاته یې کړه چې اوسمهال له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.

په ورته مهال، په یاد مارکېټ کې یوه عمده پلورونکي حاجي میرویس حاجي‌زاده وویل، د پیازو بیې لوړېدو لامل په روژې میاشت کې ورته د تقاضا ډېرېدل او د وارداتو کمېدل دي.

هغه زیاته کړه، تېر کال د افغانستان د پیازو زیاته برخه پاکستان ته صادر شول، اوس په هېواد کې وطني پیاز نشته او له بهره واردېږي، له همدې امله یې بیه هم لوړه شوې ده.

نوموړی همداراز وايي، رومیان له ایرانه واردېږي او د هغه هېواد حکومت ګمرکي محصول هم لوړ کړی دی.

خو سرچینې په ډاګه کړه چې د یادو توکو واردات ډېر شوي او ښایي تر راتلونکو لسو ورځو په بیو کې یې د پام وړ کموالی راشي.

دغه‌راز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده پژواک ته وویل: «موږ درې ټېلره پیاز له مصر، ترکیې او هندوستان هېوادونو راوړل او تېره ورځ بازار ته وړاندې شول.»

هغه زیاته کړه، دا چې پیاز او روميان په ګاونډیو هېوادونو کې کم شوي، له همدې امله یې افغانستان ته نه صادروي؛ خو پر دې سربېره هم وزارت هڅه کوي څو د اړتیا وړ پیاز او رومیان له نورو هېوادونو وارد کړي.

جواد وايي، په څو راتلونکو ورځو کې د فراه ولایت پیاز او د ننګرهار روميان حاصل ته رسېږي چې د کابل او نورو ولایتونو بازارونو ته به وړاندې شي او پر قیمتونو به هم مثبت اغېز ولري.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.