ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اقتصاد وزارت: د بیو د کنټرول لپاره یوه عمومي نرخ‌پاڼه په پلان کې لرو

اقتصاد وزارت: د بیو د کنټرول لپاره یوه عمومي نرخ‌پاڼه په پلان کې لرو

author avatar
4 Nov 2023 - 16:46
اقتصاد وزارت: د بیو د کنټرول لپاره یوه عمومي نرخ‌پاڼه په پلان کې لرو
author avatar
4 Nov 2023 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): که څه‌‌هم چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پنځو کلونو مخکې کچې ته رسېدلی، خو اوس هم د هغه وخت په نسبت له اوبلن ګاز پرته نور نفتي توکي ۴۰ سلنه، هندي بوره څه باندې دوه برابره، نور لومړني خوراکي توکي ۲۴ او سره زر څه باندې ۶۷ سلنه په لوړه بیه پلورل کېږي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ثبات هرکلی کوي خو د لومړنیو توکو پر لوړو بیو د نیوکې ترڅنګ له سرپرست حکومته غواړي چې د یو شمېر لومړنیو توکو د بیو ټیټولو لپاره لاس په کار شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د دې ستونزې په تایید وايي چې د بیو د کنټرو لپاره د یوې نرخ‌پاڼې پر چمتو کولو لګیا دي.

د مریکايي ډلر پر وړاندې د افغانیو ارزښت

د افغانۍ ارزښت له پنځو کلونو راهیسې د ډېرو لوړو ژورو په درلودو سږ کال مخ په لوړېدو دی چې بالاخره روانه میاشت یې ازرښت د پنځو کلونو مخکې کچې ته ورسېد.

د یادونې ده، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د سیاسي نظام له پرځېدو او د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د شتمنیو له کنګل کېدو وروسته د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ټیټېدو و چې د هماغه کال د ليندۍ په ۲۲مه د یوه ډالر پېر بیه ان تر ۱۳۰ افغانیو ورسېده.

خو د کابل په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي میرحسین صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (د لړم ۱۳مه) د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ٧٣،٥٠ افغانۍ ده.

د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، د (۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۶مه) هم د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ٧٣،٥٠ افغانۍ وه.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۳۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

خو د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په ۱۶مه، په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ١١٦٠ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ١٦٠٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢١٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ١٠٥٠ افغانۍ، یو کیلو اندونیزیایی شین چای په ٢٨٠ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایی تور چای په ٣٠٠ افغانیو پلورل کېده.

د اوسنیو او د پنځه کاله وړاندې بیو په پام کې نیولو سره، وموندل شوه د هندي بورې بیه څه باندې دوه برابره او د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیې د هغه مهال په پرتله ۲۴ سلنه لوړې شوې دي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د یو لېتر پټرولو بیه ۷۲ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۶۸ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار په کلوله‌پشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف پژواک ته وویل چې نن د یو کیلوګرام  ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه کاله مخکې د یو لېتر پټرولو بیه ۵۴ افغانۍ، د یو لېتر ډېزلو ۴۶ افغانۍ او د یو کیلوګرام ګاز بیه ۶۰ افغانۍ وه.

د سرو زرو بیې

د کابل تیمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۳۹۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په‎ ۳۱۵۰ افغانیو پلوري.‎

په داسې حال کې چې په ۱۳۹۷ کال کې د کابل زرګرانو یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۲۴۰۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زرو په ‎ ١٨٥٠ افغانیو پلورل.‎

هېوادوال د بیو د کنټرول غوښتنه کوي

د کابل ښار د قلعه‌‌نجارا سیمې اوسېدونکې مدینه وايي: «د ډالر نرخ څومره ټيټ شوی، خو د توکو بیې اوس هم هماغسې دي، هيڅ بدلون یې نه دی کړی.»

هغه چې له سرپرست حکومته د توکو بیو د کنټرول غوښتنه کوي وايي: «هټۍوالو به تل ویل چې ډالر لوړ دی، اوس چې د ډالر بیه ټیټه شوې، باید د توکو بیې هم ټیټې شي څو خلک له ستونزو وژغورل شي.»

په همدې حال کې د کابل ښار د دارالامان سیمې اوسېدونکی اکبر هم ورته شکایت لري او وايي: «اوس چې د ډالر بیه ټیټه شوې یو نېک کار شوی، خو د حکومت دنده ده چې د توکو بیې هم کنټرول کړي.»

دغه راز د کابل د دشت برچي اوسېدونکی محمدفرهاد هم د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو هرکلی کوي او وايي چې له څلو کلونو وروسته د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی چې د افغانانو لپاره یو ښه زېری دی.

هغه د نورو لومړینو توکو بیو ته په اشاره وویل: «خو له بده مرغه چې د توکو په بیو کې چندان بدلون نه دی راغلی، د ډېری خلکو اقتصادي وضعیت خراب ډېر خراب دی او هغه د اخیستلو توان نه لري، اسلامي امارت باید په دې برخه کې هم جدي پاملرنه وکړي.»

کارپوهان

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا پژواک ته وویل، دا چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، یو ښه حالت دی خو دا چې د ډالر د ارزښت ټیټېدو په نسبت د لومړنیو خوراکي توکو بیې نه دي ټیټې شوې، بېلابېل لاملونه لري.

د هغه په باور، د افغانستان وارداتي‌‌توب، د ځینو اشخاصو له لوري د بازار انحصار کول، په هېواد کې د منظم تراسپورتي سیستم نه درلودل هغه لاملونه دي چې ځیني توکي اوس هم په لوړه بیه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه، ډېری سوداګر دا دلیل وايي چې توکي یې مخکې په لوړه بیه وارد کړي او اوس مجبور دي په لوړه بیه یې ورکړي چې له دې پرته له مالي زیان ورته اوړي.

رښتیا وویل: «له بده مرغه د افغانستان بازارونه تل د مافیا په لاس کې وي او هرکله چې په بازار کې د ډالر بیه ټیټېږي، د انحصار او احتکار لوري ته ځي چې که په دې برخه کې حکومت مداخله وکړي، نو له بازاره د احتکار او انحصار کړۍ له منځه وړي.»

نوموړي زیاته کړه، څو چې د رېل‌پټلۍ او معیاري سړکونو ترانسپورټي سیسټم او سټنډرډ سړې خونې نه وي، ډېره ستونزمنه ده چې په بازار کې بیې کنټرول شي.

سرچینه وايي چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی، باید هڅه وشي څو په هېواد کې د وارداتو پر ځای پر نورو لارو چارو فکر وشي.

دغه راز، بل اقتصادي کارپوه قيس‌محمدي هم وويل، په افغانستان کې د بيو بدلون د وارداتي هېوادونو له لوري د بيو په بدلون پورې اړه لري او دا مهال دنړۍ په کچه ‎د ځينو توکو بيې لوړې شوې او له همدې امله د ډالر د ارزښت ټیټېدو ترڅنګ د یو شمېر توکو بیې لا هم لوړې دي.‎

خو هغه زياتوي، له دې امله چې د اسعارو بیې ‎پر یو حال نه وي، ‎ډېر ژر توپير کوي، سوداګر نه غواړي نرخ ته بدلون ورکړي ‎او هغه سوداګر چې توکي یې مخکې په لوړه بيه وارد کړي، ‎اوس نه غواړي نرخونه راټيټ شي او توکي په زیان وپلوري.

محمدي زياته کړه، هرکله چې سوداګر له پولي ثباته ځان ډاډمن کړي، بیا خامخا بیې لوړوي.

د مسوولینو ځواب

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړی مرستیال خانجان الکوزی وايي، د افغانۍ ارزښت له لوړېدو سره د ځینو  لومړنیو خوراکي توکو، تېلو او نورو بیې ټیټې شوې خو دومره نه دي ټیټې لکه څومره چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه ټیټه شوې ده.

هغه دې ته په اشاره چې د امريکايي ډالر ارزښت ټيټېدو په پرتله د لومړنیو ‎توکو بيې لږ ټيټې شوې وويل: «له بده مرغه چې په دې ژمي کې په نړۍ کې د ځينو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.»

د هغه په ​​خبره، د دې ستونزې د حل لپاره؛ یعنې په دې خونه کې د لومړنیو توکو بیو لوړوالي د حل لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت او کابل ښاروالۍ په ګډه کار پیل کړی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل: «د اسلامي امارت یوه لاسته راوړنه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ملي اسعارو د ثبات ساتل دي.»

هغه زیاته کړه، دا مسئله د اسلامي امارت د ستراټیژیکو پلانونو له امله ده چې په دقت په پام کې نیول شوې ده ‎او توانېدلی چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات او ساتنه کې مهم رول لوبوي ‎او هیله‌مندي شته چې دا ثبات دایمي وي.

خو هغه زیاته کړه: «موږ هم پر دې باور یو چې د خوراکي او نفتي توکو بیې زموږ د ملي اسعارو د ثبات کچې ساتلو او د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ته په کتو د توکو بیې چندان نه دي ټیټې شوې، موږ د دې په هڅه کې یو څو هغه کسان وڅارو چې هڅه کوي نرخونه لوړ وساتي، ‎دغه راز یوه عمومي نرخ‌پاڼه د دوی په کاري پلان کې ده چې کولای شي د هېواد لپاره یو ډاډ رامنځته کړي، هر څومره چې زموږ ملي پولي ثبات لوړیږي او د بهرنیو اسعارو کچه ټیټږي، په هماغه اندازه د نرخونو کچه هم له هغه سره متناسب عمل وکړي.»

نظري دغه راز ‎وویل چې اسلامي امارت د خلکو اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره یو شمېر نور پلانونه هم لري.

هغه زیاته کړه: «د دوی پروګرام د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کولو او اقتصادي پروژو لپاره دی چې کولای شي خلکو د کار زمینه برابر کړي، د کورنیو د پېر توان زیات کړي او همدارنګه د کوچنیو او منځنیو صنایعو ملاتړ کول دي چې دا هم د کارموندنې رامنځته کولو کې رول لري، د کورنیو تولیداتو له ودې ملاتړ او د داخلي او بهرنیو پانګونو راجلبول دي، دا ټول عوامل کولای شي د هېواد د خلکو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو او د بې‌وزلۍ په کمېدو او اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.»

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.