ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز، غور او بادغیس خلک د خوراکي توکو بیو لوړېدو اندېښمن کړي

د نیمروز، غور او بادغیس خلک د خوراکي توکو بیو لوړېدو اندېښمن کړي

فیروزکوه، قلعه‌نو، زرنج (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱ ): د نیمروز، غور او بادغیس اوسېدونکي د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي څو بیې کنټرول کړي.

د قلعه نو یوه اوسېدونکي عبدالحکیم پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو لسو ورځو په پرتله د یوې ۱۵۰ ګرامه وچې ډوډۍ بیه له ۱۰افغانیو ۱۵ افغانیو ته لوړه شوې چې پېرل یې د بېوزلو لپاره ستونزمن دي.

هغه زیاته کړه، نن د تېرو لسو ورځو په پرتله د یوې ۲۴،۵ کیلوګرامه بورۍ وریجو بیه له ۲۱۰۰ افغانیو څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی له حکومته غواړي څو دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د هټۍوالو له خوا د توکو د ګران پلورنې مخه ونیسي.

په همدې حال کې د قلعه نو ښار یو هټۍوال نثاراحمد وایي، یوازې د وریجو بیه لوړه شوې خو د نورو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

هغه زیاته کړه، نن د تېرو لسو ورځو په پرتله د یوې ۲۴،۵ کیلوګرامه بورۍ وریجو بیه له ۲۱۰۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، دوی له نورو ولایتونو توکي په لوړه بیه واردوي او اړتیا ده چې حکومت پر هغو سوداګرو چې له نورو هېوادونو خوراکي توکي واردوي، څارنه وکړي.

د قلعه نو ښاروالی سرپرست محمد طاهر غفوري وایي، د لومړنیو خوراکي توکو بیې یوازې په بادغیس کې نه، بلکې د هېواد په نورو بازارونو او نړۍ کې هم لوړې شوې دي.

خو نوموړی زیاتوي، د بادغیس ښاروالۍ هره ورځ بیې کنټرولوي او له بازاره څارنه کوي.

د غور اوسېدونکي هم د خوراکي توکو د بیو له لوړېډو شکایت لري.

د فېروزکوه ښار یوه اوسېدونکي عبدالقیوم پژواک ته وویل، د خوراکي توکو بیو لوړېدل د دې لامل شوي چې اکثره خلک یې ونه شي پېرلی.

هغه زیاته کړه: «خوراکي توکي نه اخیستل کېږي؛ ځکه چې ډېر ګران شوي، تاسو سوچ وکړی، موږ یوه بورۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ پېرلې خو اوس له ۲۹۰۰ افغانیو ۳۰۰۰ افغانیو ته پورته شوې، کله چې پیسې نه وي، کار نه وي، دا توکي څه ډول وپېرو.»

په همدې حال کې د فېروزکوه ښار یوه هټۍوال بشیراحمد پژواک ته وویل: «د موټرو کرایې چې له هرات یا کابله جنس راوړو، لوړې شوې، په ګمرکونو کې ډېره مالیه اخلي، نو موږ اړ یو چې توکي په لوړه بیه وپلورو، موږ خو نه شو کولای په تاوان کار وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خوراکي او لومړنیو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او خلک هم په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د غور د اطلاعاتو او کلتور امر مولوي محمد حماس پژواک ته وویل: «لومړني توکي، لکه اوړه، غوړي او وریجې چې له نورو ولایتونو راځي، موږ مداخله نه شو په کې کولای چې به بیو کې یې دخالت وکړو، یوازې له نرخونو څارنه کوو چې له هرات او کابل څخه نرخونه اخلو، څو هتۍوال ونه شي کولای توکي په لوړه بیه وپلوري، موږ یوازې د څارویو، نانوایانو او قصابیو نرخونه تعینولی شو.»

د نیمروز اوسېدونکي هم د خوراکي توکو او د وچې ډوډۍ بیو له لوړېدو شکایت کوي.

د زرنج ښار اوسېدونکي علي رضا توخي پژواک ته وویل چې د یوې ۵۵۰ ګرامه ډوډی بیه له ۲۰ افغانیو ۳۰ افغانیو او د یوې ۳۳۰ ګرامه ډوډۍ بیه له ۱۰ افغانیو ۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وایي: «د ډوډی بیه په داسې حال کې لوړه شوې چې له بده مرغه وزن یې کم شوی او د شلو افغانیو پر یوې ډوډی یو کس هم نه مړېږي.»

هغه زیاته کړه مخکې د یوې ۲۹ کیلویي بورۍ اوړو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه ۲۸۰۰ ته رسېدلې چې د بېوزلو لپاره یې پېرل ستونزمن دي.

سرچینې ادعا وکړه: «ښاروالي بازار نه کنټرولوي او د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د ډوډی بیې په بېساري ډول لوړې شوې او خلک په سخت اقتصادي وضعیت کې دي، ان د وچې ډوډی اخیستو توان هم نه لري، دا بشري ناروین رامنځته کوي.»

د نیمروز ښاروالۍ ریاست د څارنې او کنټرول مدیر حاجي نادر ازبکزهي پژواک ته وویل: «د ډوډی بیه اوړو ته په کتو بدلون مومي، پخوا د اوړو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ وه خو اوس یوه ۵۰ کیلویي بورۍ قزاقي او ترکي اوړه ۲۹۰۰ افغانۍ ده، په همدې ډول د تېلو او ګاز بیې هم لوړې شوې دي.»

د هغه په وینا، د اصنافو د څارنې کمېټه هره ورځ له نانوایانو، قصابانو او نورو اصنافو څارنه کوي، په دې وروستیو کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د نانوایانو لپاره نرخنامې ورکړل شوې یا تعین شوې دي.

نوموړی زیاتوي، له نوې نرخنامې سره سم د یوې ۶۷۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۴۰ افغانۍ، د یوې ۵۵۰ ګرامه ډوډ‌ۍ بیه دېرش افغانۍ او د یوې ۳۳۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۲۰ افغانۍ تعین شوې ده.

Visits: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.