کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر د تېلو له لویو شرکتونو غوښتي چې د امریکايي مصرفوونکو لپاره دې د پټرولو بیې ټیټي کړي.
رویټرز پرون (دوشنبه) راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له خبریالانو سره په خبرو کې د بیو له لوړېدو وروسته د تېلو شرکتونو پر لوړو عوایدو نیوکه کړې ده.
هغه ویلي چې دغه شرکتونه باید د خپلو عوایدو یوه برخه بېرته خلکو ته ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د تېلو شرکتونه باید د پټرولو بیې راکمې کړي او له ایران سره د جګړې له پای ته رسېدو سره به د تېلو بیې بېرته ټیټې شي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل وروسته په امریکا کې د پټرولو بیه لوړه شوې او په ټول هېواد کې د یوه ګیلن پټرولو منځنۍ بیه شاوخوا ۴.۱۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د امریکا د تېلو ټولنې د دغه هېواد د تېلو شرکتونو په استازیتوب ویلي چې د بیو لوړېدل د نړۍوالې عرضې او تقاضا او د هرمز تنګي او د انرژۍ د لېږد د نورو مهمو لارو په اړه د اندېښنو له امله دي، نه د کوم ځانګړي شرکت د فعالیت له امله.