ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د ډبرو سکرو او سون‌توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري

د بلخ اوسېدونکي د ډبرو سکرو او سون‌توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري

author avatar
22 Nov 2022 - 11:52
د بلخ اوسېدونکي د ډبرو سکرو او سون‌توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري
author avatar
22 Nov 2022 - 11:52

مزارشریف (پژواک، ۱ ليندۍ ۱۴۰۱): د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په رارسېدو سره د ډبرو سکرو او سون لرګيو بيې لوړې شوې دي او دوى یې د پېرلو توان نه لري.

د بلخ د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي میرزمان پژواک ته وويل: «زوی مې ټکر کړی او په کور کې پروت دی، زه خپله بېکاره یم، نن مې ٤٠٠ افغانۍ له بل چا پور اخېستي او دوه منه زغال مې واخيستل، پاتې ژمي ته حیران یم چې څه به کېږي.»

د یاد ښار بل اوسېدونکی دل اغا وایي چې په کور کې ١٢ کسان دي، خو د کار کولو يوازى دى خپله دى.

هغه وايي: «هره ورځ د ښاروالۍ چوک کې ودرېږم، ترڅو مزدوري پيدا کړم، خو په ټوله هفته کې يو ځل يا دوه ځلې کار راته پيدا کېږي چې په هغې وچه ډوډۍ اخلم، لرګي، زغال او نور شيان په څه شي واخلو، نرخونه يې هم ډېر لوړ دي.»

د بلخ ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د سون‌توکو بيې لوړې شوې، دوى يې د پېرلو توان نه لري، حکومت بايد دې ستونزې د حل يوه لار پيدا کړي.

همدارنګه د سون‌توکو يوه پلورونکي محمد ظاهر پژواک ته وويل چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د ډبرو سکرو او لرګيو بیې لوړې شوې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال يو من (٧ کيلوګرام) د ډبرو سکرو بيه ٦٠ افغانۍ وه، خو سږ کال ٨٠ افغانۍ ده او دغه‌راز تېر کال يو من لرګي په ٦٠ افغانۍ خو سږ کال يې بېه ٧٠ افغانيو ته پورته شوې ده.

همدارنګه د سون‌توکو يو بل پلورونکي امام‌الدين پژواک ته وويل: «په تېرو کلونو کې خلکو په خروار خروار لرګي او زغال اخيستل خو سږ کال کراچۍ راوړي يا هم په بايسکل راځي درې يا څلور منه اخلي.»

بل لورته، د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس هم د خلکو دغه اندېښنې پرځای ګڼي، خو وایي چې له مرستندویه ټولنو سره یې بېلابېلې غونډې کړې ترڅو د ژمي په اوږدو کې له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

د پژواک د يوه راپور له مخې، په کابل کې د تېر یوه کال په پرتله په منځنۍ کچه د ډبرو سکرو بیې ۳۹ سلنه او د تېلو ۳۲ سلنه لوړې شوې، خو د اوبلن ګاز بیه ۲۹ سلنه او د سون لرګیو او د ارې بورو بیه ۸ سلنه رالوېدلي ده.

Visits: 77

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.