ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل اوسېدونکي د څارویو غوښې د بیو له لوړېدو شکایت کوي

د زابل اوسېدونکي د څارویو غوښې د بیو له لوړېدو شکایت کوي

author avatar
13 Feb 2023 - 15:18
د زابل اوسېدونکي د څارویو غوښې د بیو له لوړېدو شکایت کوي
author avatar
13 Feb 2023 - 15:18

کلات (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د زابل اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د څارویو غوښې بیه لوړه شوې چې ښاروالي یې باید کنټرول کړي.

بلخوا د کلات ښاروالي وايي، په دې اړه یې له قصابانو سره خبرې کړې دي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې په زابل ولایت کې د څارویو غوښې بیه په هر کیلوګرام کې ۳۰ افغانۍ لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، مخکې د پسه یو پاو/۴۴۴ ګرامه غوښه له ۱۶۰ تر ۱۷۰ افغانۍ پلورل کېدله خو اوس یې بیه ۱۸۰ او په ځینو سیمو کې ۱۹۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي، یوازې د پسه نه بلکې د نورو څارویو د غوښې بیه هم په ورته توګه لوړه شوې چې خلک یې له بې‌وزلۍ د پېرلو توان نه لري.

خو یو  شمېر قصابان بیا وايي چې د غوښې بیې د څارویو په بیو پورې تړلې دي، که په ګنج کې د پسونو او نورو څارویو بیه لوړه وي نو دوی مجبور دي چې د غوښې بیه هم لوړه کړي.

د کلات ښار یوه قصاب محمدقاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال په زابل کې د وچکالۍ له امله څاروي کم شوي او له نورو ولایتونو یې راولي چې دوی ته ګران تمامېږي، له همدې امله یې د غوښې بیه لوړه شوې ده.

د کلات ښار د څارویو ګنج یوه څاروي‌پلورونکي لالون پژواک خبري اژانس ته وویل: «له یوې خوا وچکالي ده او له بلې خوا ژمی ډېر سوړ دی، دومره واښه او خوراک نه لرو چې څاروي ورباندې وساتو، مجبور یو بازار کې جوار او او نورې غلې دانې واخلو او څاروي ورباندې وساتو، له همدې امله د څارویو بیې لوړې شوې دي.»

هغه زیاتوي، دغه‌راز دوی مخکې له هلمند څخه څاروي راوستل خو اوس یې له کابله راولي چې ګران تمامېږي، دې چارې هم د څارویو بیې لوړې کړې دي.

بل لوری د کلات ښاروال مولوي لطف‌الله لطیفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غوښې د بیې کنټرول په موخه یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې او د څارویو له پلورونکو او قصابانو سره یې ناسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، کمېټه پر دې کار کوي څو لومړی د څارویو بیې و ارزوي او وروسته د غوښې بیه وټاکي.

هغه یادونه وکړه چې ښاروالۍ د غوښې ترڅنګ د نورو توکو بیې هم څاري او چا ته اجازه نه ورکوي په خپل سر بیې لوړې کړي.

Visits: 303

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.