[restrict paid=”true”]
خوستښار (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): خوست ولایت کې د ديني مدرسو او ښوونځيو زدهکوونکو ترمنځ د «معارف جام» په نوم د کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو مسوولین وایي، د کرکټ دغه لس اوريزې سيالۍ د دغه ولايت د یو څو رضاکار ځوانانو له خوا د خوست د پوهنې رياست او د کرکټ بورډ ولايتي ادارې په چوکاټ کې جوړې شوې وې.
دوی وايي، دغه سيالۍ يې د مدرسو او ښوونځيو ترمنځ د شته فاصلې د له منځه وړو او په ورته وخت کې ځوانانو ته د سالمې بوختيا رامنځته کولو په موخه جوړې کړې وې.
د دغو سياليو يوه تنظیموونکي همايون يون اورښت پژواک اژانس ته وويل، په دغو سياليو کې د مدرسو او ښوونځيو ۲۸ لوبډلو ګډون کړی و چې نږدې يوه مياشت يې دوام وکړ.
نوموړي زياته کړه، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولايت کې دا ډول سيالۍ جوړيږي چې د مدرسو طالبانو او د ښوونځيو زدهکوونکو په يووالي او نږدېوالي کې اغېزناک تمامې شوې.
د دغو سياليو پایلوبه نن (د وږي ۱۷مه) د عبدالحي حبيبي او سړبن لېسو ترمنځ ترسره شوه چې د عبدالحي حبيبي لېسې په بریا پای ته ورسېده.
ورته مهال، د ښوونځيو زدهکوونکي او د مدرسو طالبان هم وايي چې دا ډول سيالۍ د دوی ترمنځ د فاصلې په له منځه تلو او د ځوانانو يووالي کې مهمې دي.
د سړبن لېسې يوه زدهکوونکي احمدالله تسل پژواک ته وويل د کرکټ په يادو سياليو سره د مدرسو او ښوونځيو ترمنځ اړيکې پياوړې کېږي او دغه راز ترمنځ يې پېژندګلوي هم زياتېږي.
هغه د دغه ولايت له اړوند مسوولينو غوښتنه وکړه چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او په راتلونکي کې هم د ولايت په کچه دا ډول سیالۍ جوړې کړي.
نوموړي زياته کړه، هڅه یې دا ده چې دا ډول سپورتي سياليو ته دوام ورکړي او وخت ناوخت يې د خوست په نورو سيمو کې هم جوړې کړي.
ورته مهال د خوست د بدني روزنې امر عطاالله کډوال پژواک خبري اژانس ته بيا وويل چې د کرکټ ترڅنګ د سپورت نورو رشتو کې هم د مدرسو او ښوونځيو ترمنځ دا ډول سيالۍ جوړې کړي.
[/restrict]
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن